Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2023

سوريه کې د یوې هیليکوپټرې د لوېدو له کبله ۲۲ امريکايي سرتېري ټپيان شوي

0
د سوریې په شمال ختیځ کې ۲۲ امریکایي سرتېري د یوې هیليکوپټرې د لوېدو په پېښه کې ټپیان شوي دي.


رویټرز خبري اژانس لیکلي چې د امریکا پوځ د دوشنبې په ورځ ناوخته د پېښې د لامل پرته اعلان وکړ چې دغه هیليکوپټره د یکشنې په ورځ لوېدلې ده.


د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام ویلي، د پېښې لس ټپيان له دغې سیمې بهر پرمختللو روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.


د سنټکام مسوولانو د نورو اطلاعاتو په اړه پوښتنو ته ځواب نه‌دی ورکړی.


په سوریه کې د داعش د پاتې شونو په وړاندې د مبارزې د ماموریت لپاره د امریکا شاوخوا ۹ سوه سرتېري هلته مېشت دي.


امریکایي چارواکو په وروستیو کلونو کې ویلي، په مکرر ډول د ایران له ملاتړه د برخمنو ملېشو تر برید لاندې راغلي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса