Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2023

د سمندري توپان څپې د پاکستان د سند سمندري غاړو ته نږدې شوي

0
د بایپرجوای په نوم د زورور سمندري توپان څپې د پاکستان د سند صوبې سمندري غاړو ته نږدې شوي.


پاکستاني چارواکو اندېښنه ښودلې چې په راتلونکو څو ساعتونو کې دا توپان په بشپړ ډول د سند سمندري غاړو ته ورسېږي.


په پاکستان کې د دې سمندري توپان له امله د کیټي بندر، کهارو چان، شاه بندر، جاتي، بدین او نورو اړوند سیمو د اغېزمن کېدو اندېښنې ښودل شوي دي.


د سمندري توپان د رانږدې کېدو سره سم د پاکستان په ټهټه، بدین او یو شمېر نورو سیمو کې بارانونه پيل او تېزه هوا چلېږي.


دغه زورور سمندري توپان د یوې اوونۍ راهیسې د عرب سمندرګي له منځه د ګاونډیو هېوادونو په خوا روان دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса