Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2023

په دایکندي کې د ترافیکي پېښو له کبله درې کسان مړه شوي

0
په دایکندي کې په دوو جلا ترافیکي پېښو درې کسان مړه شوي دي.


د دایکندي لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند غلام علي جاوېد نن جمعه رسنیو ته ویلي، دغه پېښې پرون په خدیر او پاتو ولسوالیو کې شوې دي.


د هغه په وینا، په خدیر کې یو کاماز ډوله موټر له لارې تر اوښتو وروسته چپه شوی، چې چلوونکی یې مړ شوی، په بله پېښه کې چې په پاتو ولسوالۍ کې شوې، دوه کسان له لارې د یوه موټر د اوښتو په پېښه کې مړه شوي دي.


د چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د سړکونو نه خوندیتوب د زیاتو ترافیکي پېښو اصلي علت بلل کېږي.


په تازه مورد کې تېره اوونۍ د بدخشان په کوف اب ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۳ کسان مړه شوي وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса