Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2023

روسیې بیا پر اوکراین د میزاییلو وژونکي بریدونه کړي

0
روسیې تېره شپه هم پر اوکراین د میزاییلو وژونکي بریدونه کړي دي.


د اوکراین پوځ وايي، د اوکراین هوايي مدافع ۲۰ بې پېلوټه الوتکې ویشتلي، چې دوه یې په جنوبي سیمه میکولایف کې ویشتل شوي دي.


د پوځ په وینا، روسیې پر پوځي او ملکي اهدافو پنځه کروز او له راکټ لانچرونو ګڼ شمېر نور توغندي ویشتلي دي.


د اوکراین پوځ نن جمعه دا خبر وروسته له هغې ورکړ چې په میکولایف او ورڅېرمه سیمه خرسون کې د هوايي حملو د خطر زنګ وغږول شو.


د اوکراین پر پلازمېنه کییف هم د روسیې له خوا نن داسې مهال هوايي حملې شوي، چې د افریقا یو لوړ رتبه هیئت د سولې د ماموریت لپاره کییف ته ورسېد.


د اوکراین پوځ په یوه راپور کې چې جزییات یې نه دي ورکړل شوي ویلي، له بده مرغه د ملکیانو د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي، دغه راز د دنیپروپیټروفسک په کریفیف ریه کې صنعتي تاسیساتو او په خرسون سیمه کې د استوګنې ودانیو او اداري زېربناوو ته زیان اوښتی دی.


د اوکراین د پوځ د لوی درستیز دفتر په خپلو ورځنیو راپورونو کې ویلي، په ختیځه سیمه دونیڅک کې روسي ځواکونو د اوکراین پر سنګرونو حملو ته دوام ورکړی او تمرکز یې پر لیمان، بخموت، افدییفکا او مارینکا کړی او له پرون راهیسې یې څه باندې ۳۰ وسله والې شخړې کړې دي.


د لوی درستیز دفتر په خپل راپور کې د اوکراین د ختیځ او جنوب ختیځ په بېلابېلو برخو کې د اوکراین د تهاجمي عملیاتو د پرمختګ په اړه مشخصه یادونه نه ده کړې، خو وايي، په خرسون او زاپوریژیا کې روسي ځواکونه په دفاعي حالت کې وو.


بلخوا د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا ملیار د اوکراین دولتي ټلویزیون ته پرون ناوخته د نورو جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، د اوکراین تهاجمي او دفاعي عملیات په بېلابېلو برخو کې روان دي.


ملیار ویلي، روسیه د دې لپاره چې د اوکراین په ختیځ کې خپل سنګرونه قوي کړي، خپل ریزرف ځواکونه له نورو استقامتونو باسي.


هغې ویلي، روسیه په ټول توان سره هڅه کوي د اوکراین د پوځیانو د پرمختګ مخه ونیسي. خو د هغې دغه ادعا د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تایید شوې.


پرون د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ویلي، چې په اوکراین کې د کاخوفکا بند تر ویجاړېدو وروسته په زاپوریژیا کې د اټومي انرژۍ د بټۍ وضعیت جدي دی، خو ده زیاته کړه، چې د وضعیت د ثبات لپاره اقدامات روان دي.


په داسې حال کې چې د اروپا د دې تر ټولو لویې اټومي بټۍ د خوندیتوب په باب اندېښنې اوج ته رسېدلي، رافایل ګروسي چې د یوه پلټونکي هیئت مشري کوله، پرون دغه بټۍ چې روسیې اشغال کړې ده وکتله.


د کاخوفکا بند ویجاړېدل د دې سبب شول، اټومي بټۍ ته د هغو اوبو جریان ډب شي، چې د ري اکټورونو د سړولو لپاره کارول کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса