Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2023

طالبانو له افغانستان سره د نورو بشري او بنسټيزو مرستو غوښتنه کړې

0
د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزیر د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې یا اوچا له مشرې سره په کتنه کې له افغانستان سره د نورو بشري او بنسټیزو مرستو غوښتنه کړې.


دې وزارت پر ټویټر خبر ورکړی چې د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف پرون د جون ۱۷مه له ایزابل موسارد سره وکتل.


د خبر له مخې د اوچا مشرې له افغانانو سره د بشري مرستو د زیاتېدو غوښتنه وکړه.


دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دې ادارې ویلي چې اوسمهال افغانستان له سخت بشري بحران سره مخامخ دی او ۲۸،۸ میلیون افغانان چې د دې هېواد له درېیو دوه برخې وګړي جوړوي، بشري مرستو ته اړ دي او دغه راز د دې مرستو د تمویل لپاره سمدستي ۹۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لیدل کېږي.


د ملګرو ملتونو بلې اړوندې ادارې د خوړو نړیوال سازمان هم ویلي چې له افغانانو سره د مرستو لپاره په راتلونکو شپږو میاشتو کې ۹۱۸ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса