Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2023

طالبانو د انساني قاچاق په اړه د امريکا راپور رد کړ

0
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د انساني قاچاق په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستی راپور رد کړی دی.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بېګا پر خپل ټویټر لیکلي چې دا راپور د لوېدیځ بې‌ځایه پروپاګند دی.


نوموړی زیاتوي، که په افغانستان کې څوک د انسان د قاچاق په جرم ونیول شي نو مجازات کېږي.


د امریکا د بهرنیوچارو وزارت په خپل کلني راپور کې چې د غبرګولي په ۲۵مه خپور شو، افغانستان د هغو ۱۱هېوادونو په ډله کې یاد کړی چې حکومتونه یې د انسانانو د قاچاق یا د حکومت په چارو کې د اجباري کار، په دولتي کمپونو کې د ناوړه جنسي استفادې او په دې کمپونو کې د ماشومانو د جلب په برخو کې پالیسۍ او مستندې طرحې لري.


مجاهد په ځواب کې لیکلي چې انساني قاچاق د افغانستان له پولو بهر ترسره کېږي چې مخنیوی یې د نورو هېوادونو مسوولیت دی نه د دوی د حکومت.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د دې راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل د متحدوایالاتو په دې راپور کې د هلکانو او تنکیو زلمیانو د قاچاق او د جبري کار د ساحې پراختیا د اندېښنې وړ مسایل دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса