Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2023

بار: امریکا د افغان ښځو حقونه له پامه غورځولي

0
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدربار وايي چې متحدوایالتونو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ نمبر پرېکړه لیک ته په نه پاملرنې سره د افغان ښځو حقونه له پامه وغورځول.


مېرمن بار پرون د جون ۱۷مه پر ټویټر ولیکل، کله چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د هغه مهال له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څخه د ښځو د حقونو پوښتنه وشوه، نو هغه دې مسئلې ته هيڅ راز اهمیت ورنه‌کړ او دا یې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي موضوع وبلله چې په خپلو کې به یې حل کړي.


زلمي خلیلزاد تر اوسه د مېرمن بار د څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса