Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2023

د امريکا سفير د پولنډ په يوه لاريون کې ګډون وکړ

0
په پولنډ کې د متحدوایالتونو سفیر پرون د غرور په نوم په هغه لاریون کې ګډون وکړ چې هر کال د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې جوړېږي.


مارک بریژینسکي په داسې حال کې چې د امریکا بیرغ ورسره و، د امریکا د سفارت له څه باندې دېرشو نورو کارکوونکو او د کاناډا، اتریش او نورو لوېدیځو هېوادونو له استازو سره یوځای په دې پرېډ کې برخه واخیسته.


بریژینسکي وویل چې متحده‌ایالات د وګړو ترمنځ مساوات مني او زیاته یې کړه چې له جنسیتي پلوه متفاوت خلک له سختې مبارزې سره مخامخ دي.


د امریکا سفیر همدا راز وویل، په وروستیو کلونو کې متحده‌ایالات او لوېدیځ هېوادونه د پولنډ د حکومت د محافظه کارو پالیسیو په اړه چې ولس او ماشومانو ته همجنسباز ښځې او نارینه، دوه جنسه او ترانس جندر وګړي د ګواښ په توګه معرفي کوي، اندېښمن دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса