Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2023

نيپال کې د سېلابونو له امله يو تن مړ او ۲۵ تري تم شوي

0
د نیپال په ختیځ کې تر سختو اورښتونو وروسته د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې په نتیجه کې یو کس مړ او لږ تر لږه ۲۵ کسان تري تم شوي دي.


چارواکو نن یکشنبه ویلي، چې دا د هغو کلنیو اورښتونو له کبله چې تېره اوونۍ پیل شوي، د مړینې لومړی رسمي ثبت شوی شمېر دی.


د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یوه حکومتي چارواکي بیمال پاودېل ویلي، د دغه هېواد د ختیځ په سانکوواسبها ولسوالۍ کې درنو اورښتونو د برښنا یوه پروژه چې تر کار لاندې وه، د هېوا په نوم سیند ته وړې او ۱۶ کارګران تري تم دي.


د ده په وینا، پولیسو د لادرکه کارګرانو د موندنې د عملیاتو پر مهال یو مړی پیدا کړی دی.



دغه راز ۹ نور کسان د هند پولې ته څېرمه په دوو نورو سیمو کې تري تم دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса