Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2023

قُمي: د اوبو د اوسنۍ کچې معلومولو لپاره ایرانی پلاوی د کجکي بند ګوري

0
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سرپرست سفیر وايي، د طالبانو حکومت ورسره منلې چې په کجکي بند کې د اوبو د اوسنۍ کچې د معلومولو لپاره یو تخنیکي ایرانی پلاوی سیمې ته سفر وکړي.


حسن کاظمي قُمي چې د ایران له صدا و سیما رسنۍ سره یې د غبرګولي په ۲۷مه خبرې کولې، دا د حقیقت موندنې په برخه کې یو ښه ګام بللی.


کاظمي قُمي وویل، دا پلاوی به تر راتلونکو دوو اوونیو د هلمند سیند د اوبو د کچې د معلومولو لپاره سیمې ته ولاړ شي.


نوموړي د ایران صدا و سیما سره خبرو کې ویلي: "ما وړاندې په خپلو خبرو کې د یوې میاشتې یادونه کړې وه چې اوس یې ۱۵ ورځې تېرې شوي."




حسن کاظمي قُمي د غويي په ۳۰مه د طالبانو حکومت ته یوه میاشت مهلت ورکړی و چې د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو په اړه شوي تړون ته ژمن پاتې شي او اوبه ورته زیاتې کړي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ژمنې سره سره افغانستان ته د دې ایراني پلاوي د تلو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې یې په ځلونو ویلي چې ایران ته اوبه د شوي قرارداد پر بنسټ روانې دي، خو د پرله‌پسې وچکالیو له امله اوبه کمې شوې دي.




د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي په خپله مرکه کې د تېر په پرتله د کړکېچ د کمېدو خبره هم کړې او زیاتوي، د طالبانو د حکومت سره د هلمند د سیند اوبو د حقابې په اړه خبرې ښې روانې دي.


حسن کاظمي قُمي په خپلو خبرو کې د کمال خان بند ته هم اشاره کړې چې د ده له قوله، ایران ته یې د سېلاب د ورتلونکو اوبو مخه بل لور ته اړولې، هغه چې د ده له قوله، په سیستان او بلوچستان کې یې وچکالي زیاته کړې ده.


هغه په ایران او افغانستان کې وروستۍ طبیعي وچکالۍ ته هم اشاره کړې او په مشترک ډول یې د ستونزې د حل لپاره د یوې حل‌لارې په جوړېدو ټینګار کړی دی.


هاخوا د اوبو د مدیریت یو شمېر متخصصان وايي، داسې مهال چې په کجکې بند کې د اوبو د معلومولو اله شته او تودوخې په ټولې نړۍ هم اغېز کړی، نو د ایراني پلاوي له‌خوا د اوبو د کچې د معلومېدو اړتیا نه‌شته.


شنونکی انجنیر زیارمل افغان وايي: "لږ تر لږه نړیوالې تودوخې په ټولې نړۍ کې اوبه کمې کړي او هر ځل د دې اوبو د ارزیابۍ اړتیا نه‌شته. دلته یو تړون شته او باید هغې ته مراجعه وشي."


دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې د ایران د ولسمشر په ګډون بېلابېلو چارواکو په تُنده لهجه له افغانستانه د زیاتو اوبو غوښتنه کړې او د دې غوښتنې د نه عملي کېدو له امله یې د بدو پایلو خبرداری هم ورکړی دی.




د طالبانو حکومت بیا د ایران د ولسمشر په ګډون د ډېرو ایراني چارواکو څرګندونې غیرمسوولانه بللي او د وضعیت د ترینګلتیا پړه یې پر مقابل لوري اچولې.


افغانستان او ایران د هلمند د اوبو په اړه په ۱۳۵۱ کال کې د پخواني صدراعظم محمد موسی شفیق په وخت کې یوه معاهده لاسلیک کړې چې له مخې یې افغانستان باید هرکال ۸۱۷ میلیون مټر مکعب اوبه ایران ته ورکړي.


خو د طالبانو په ګډون، د جمهوري نظام پر مهال افغان چارواکو د اوبو د برخې کارپوهان وايي، د هوکړې له وخته تر ننه د دې اوبو زیاتې ایران ته تللي، خو ایرانی لوري قناعت نه‌دی کړی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса