Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2023

ټېسټ کرکټ؛ اسټرالیا په لومړۍ سیالۍ کې انګلستان ته ماتې ورکړه

0
د انګلستان په برمنګهم ښار کې د ایشیز لوبلړۍ لومړۍ لوبه چې د جون په ۱۶مه نېټه پیل شوې وه، د وروستۍ ورځې په وروستیو شېبو کې د اسټرالیا په ګټه پای ته ورسېده.


د دې لوبې پچه انګلستان ګټلې وه او توپوهنه یې غوره کړه، کوربه لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۹۳ منډې وکړې او تر یوې حیرانونکې پرېکړې وروسته یې کپتان خپله پاڼۍ ونه غځوله او اسټرالیا ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.


په لومړۍ پاڼۍ کې انګلنډ ته جو روټ سلیزه ووهله او په ۱۱۸ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.


د اسټرالیا په توپ اچونکو کې نتن لاین ۴ لوبغاړي وسوځول.


مېلمه لوبډلې د خپلې لومړۍ پاڼۍ پیل ډېر ښه وکړ، خو د لوبې په درېیمه ورځ یې ټول لوبغاړي په ۳۸۶ منډو وسوځېدل.


د دوی مخکښ توپوهونکی عثمان خواجه و چې ۱۴۱ منډې یې کړې وې.


سټورټ براوډ او اولي روبینسن درې درې وېکټې سوځولې وې.


د انګلستان د توپوهنې دویمې پاڼۍ ډېر دوام ونه کړ او د جو روټ او هري بروک د ۴۶ـ۴۶ منډو پر مټ یې ۲۷۳ منډې وکړې او اسټرالیا ته یې د ۲۸۱ منډو هدف وټاکه.


په اسټرالیايي توپ اچونکو کې بیا هم نتن لاین ۴ لوبغاړي وسوځول او دا ځل ورسره پاټ کمینس هم ۴ وېکټې ترلاسه کړې.


اسټرالیا د هدف ترلاسه کولو لپاره یو وار بیا د عثمان خواجه په نیمه سلیزې او د لوبډلمشر پاټ کمینس په چټکو ۴۴ ناسوځېدلو منډو ځان ورساوه او د ۸ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې لوبه وګټله.


عثمان خواجه چې په لومړي ځل یې په ایشیز سیالیو کې سلیزه وهلې وه، د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.


د ویلو ده چې دواړه لوبډلې به د دې لوبلړۍ دویمه لوبه د جون په ۲۸مه نېټه د کرکټ په کور لارډز لوبغالي کې پيل کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса