Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2023

واشنګټن ته د مودي سفر؛ له امریکايي چارواکو سره پر کومو موضوعاتو خبرې کوي؟

0
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن به نن چهارشنبې په سپینه ماڼۍ کې د هند د صدراعظم نریندرا مودي کوربه وي. 


مودي به نن له بایډن سره ماښامنۍ وخوري او سبا به دواړه مشران په سپینه ماڼۍ کې خبرې ترسره کړي.


د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې واشنګټن غواړي هند د چین په وړاندې پیاوړی ستراتېژیک دریځ ولري او مودي هم هڅه کوي چې هېواد یې په نړیوال ډګر کې چې اوس د نړۍ تر ټولو زیات نفوس لرونکی دی، زیات نفوذ ولري. 


د دې سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي صنعت او پرمختللې ټکنالوژۍ سکتورونو په برخه کې همکاري پراخه شي او هند به د امریکا له هغې حساسې ټکنالوژۍ څخه برخمن شي چې واشنګټن یې په کمساري توګه له غیرمتحدینو سره شریکوي.


د راپور له مخې تمه ده چې بایډن او مودي به د دفاعي همکاریو اړوند او د مایکرون ټکنالوژۍ او د متحده ایالاتو د نورو شرکتونو له خوا پر هند د پلور، مصنوعي ذهانت، کوانټم کمپیوټري سیستم او پانګونې اړوند یو شمېر مختلف تړونونه اعلان کړي. 


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان خبریالانو ته وویل، تمه ده چې بایډن به له مودي سره په هند کې د ډیموکراسۍ د په شاتګ په اړه د متحده ایالاتو اندېښنې مطرح کړي، خو هغه ته به ونه وایي چې په دې برخه کې څه باید وکړي. 


سلیوان زیاته کړه: "کله چې متحده ایالات د مطبوعاتو، مذهبي یا نورو ازادیو پر وړاندې ننګونې ویني، موږ خپل نظرونه بیانوو او هغه هم په داسې طریقه چې د تدریس یا لکچر بڼه ونه لري یا ادعا وکړو چې موږ پخپله له ننګونو سره مخ نه یو."


د سپنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وویل، دا چې په هند کې سیاست او ډیموکراتیک بنسټونو پر کوم لور روان دي، دا د هند کورني موضوعات دي چې په متحدو ایالتونو پورې اړه نه لري او په خپله هندیان یي ټاکي.  


د بشري حقونو مدافعان له بایډن نه غواړي چې د بشري حقونو په مسئله کې پر مودي په کور دننه او هم نړیوال فشار راوړي.


پر مودي د هغه قانون له امله انتقادونه شوي چې یو شمېر کډوالو ته د تابعیت ورکولو بهیر ګړندی مخ ته وړي، خو مسلمانان په کې نه دي شامل.


دغه راز د هندو ملتپالو له خوا د مسلمانانو او نورو مذهبي ډلو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله هم د هغه پر حکومت انتقادونه کېږي.


مودي به له امریکا څخه په دې رسمي کتنه کې چې پرون سې شنبې یې پیل کړې، د امریکا کانګرس ته هم وینا وکړي.


له ۲۰۱۴ م کال راهیسې چې مودي د هند د صدراعظم په توګه دنده پیل کړې، دا یې امریکا ته پنځم ځل سفر دی.


له متحدو ایالتونو د مودي دغه رسمي کتنه به تر شنبې پورې دوام وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса