Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2023

د افغانستان يو شمېر ولايتونو کې سېلابونو خلک ته زيانونه اړولي

0
په تېرو دوو ورځو کې د افغانستان په لوګر، پروان، کاپیسا، میدان وردګ او یوشمېر نورو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.


باختر اژانس د لوګر د ازرې ولسوالۍ د یوه قومي مشر بلال نېکزاد په حواله ویلي، چې دغلته سېلابونو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، درې ښونځي او څو پلونه ویجاړ کړي دي.


تر دې یوه ورځ وړاندې په پروان کې د طالبانو محلي چارواکو ازادي راډیو ته ویلي وو، چې په سرخ پارسا او کوه ساپي ولسوالیو کې سېلابونو لسګونه کیلو متره سړک او لسګونه جریبه ځمکه ویجاړه کړې او درې سوه څاروي یې تلف کړي دي.


دا سېلابونه داسې مهال راوتلي، چې د افغانستان د هوا پېژندني ملي ادارې پرون او وړمه ورځ د افغانستان په یو شمېر مرکزي، شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پورې باران وړاندوینه کړې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса