Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2023

د طالبانو دفاع سرپرست وزیر د عربستان له وليعهد سره ليدلي

0
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د اسلامي هېوادونو له هغو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي، چې د حج په مراسمو کې یې ګډون کړی.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر باندې له ښاغلي سلمان سره طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست ملا یعقوب عکس خپور کړی.


مجاهد لیکلي، د دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د حج د سفر په ترڅ کې ولیدل.


د سعودي خبري اژانس په بیان کې د طالبانو د چارواکو یادونه نه ده شوې، خو راغلي چې ولیعهد د مالېزیا د پاچا، د پاکستان، سنګال او بنګله دېش د ولسمشرانو په ګډون له هغو چارواکو سره ولیدل چې حج کې یې برخه اخیستې وه.


د سعودي عربستان په شمول د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.


خو له دې سره سره عربي هېوادونو لوړپوړو چارواکو د طالبانو له چارواکو سره لیدلي او اړیکې ورسره پالي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса