Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د شمالي وزیرستان بې کوره شوي له ۸ ورځو راهیسې په احتجاج دي

0
د شمالي وزیرستان د دته خېلو او شوال لسګونه بې کوره شوي وګړي له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې په احتجاج دي او د بنو په بکاخېلو کې یې پرلت وهلی دی. دوی وايي چې حکومت دې یې خپلو کلیو ته د ستنېدو نېټه اعلان کړي او تر هغې پورې دې ورباندې میاشتنۍ مرستې نه بندوي. په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د پوځي عملیاتو له کبله تر یو مېلیون زیات وګړي بې کوره او کډوال شوي ول چې ورڅخه یې زیاتره خپلو سیمو ته ستانه شوي، خو سلګونه کورنۍ لا هم په بکاخېلو او په افغانستان کې پرتې دي. د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي چې ځینې سیمې یې لا هم له وسلوالو نه دي پاکې کړې، نو ځکه خلک لا نه شي ستنولای. چارواکي داراز وايي چې د مالي ستونزو له کبله د بې کوره شویو میاشتنۍ مرسته ځنډېدلې چې ژر به یې ورکړي. ویډیويي رپورټ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса