Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2024

کراچۍ کې د مسیدو جرګې د غلا، شوکې او نشيي موادو ضد جرګه کړې ده

0

د کراچۍ ښار په منګو پیر سیمه کې د غلا، شوکو او مخدره موادو د استعمال او خرڅلاو خلاف له تیرو څو ورځو راهیسې د مسید قام جرګه روانه وه چې د اپریل پر ۲۶مه پای ته ورسېده.

د جرګې مشرانو مشال راډ‌يو ته وویل د ځوانانو د اصلاح، له بدو لارو د هغوی د مخنیوي او د ټولنې مثبت لوري ته د وړلو په موخه یې ځینې پرېکړې کړې دي. دوی وايي، دا ګام یې ځکه پورته کړی دی چې د غلا او شوکو په ځینو پېښو کې د مسید قام د هلکانو نومونه هم مخې ته راغلي دي چې وروسته یې د ګرفتارۍ لپاره چاپې وهل شوي دي.

بل پلو د سیمې لوړ رتبه چارواکو او پولیسو وخت په وخت مشال راډيو ته ویلي چې د غلو پر ضد یې په عملیاتو لاس پورې کړی دی او لسګونه کسان یې نیولي هم دي. نور حال په دې ویډيويي راپور کې.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса