Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2024

اېمل ولي خان وايي د بابړې پېښې په اړه دې تحقیقات وشي

0

د عوامي نیشنل ګوند (اې اېن پي) مشر او سېنېټر اېمل ولي خان وايي د بابړې پېښې په اړه دې څېړنې وشي. هغه دعوه کړې چې په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان له جوړېدو راهیسې "تر نن ورځې پورې پښتانه په دې هېواد کې محفوظ نه دي".

د عوامي نیشنل ګوند سیاستوالان او پلویانو د هر کال په څېر دا ځل هم د چارسدې په بابړه کې د ۱۹۴۸ کال د خونړۍ پېښې پر یادګار ګلونه کېښودل او او وژل شویو ته یې دعا وکړه. دغه کال د اګست پر ۱۲مه د هغه وخت د شمال مغربي سرحدي صوبې، چې اوس خیبر پښتونخوا بلل کېږي، حکومت په بابړه کې د خدايي خدمتګارانو پر احتجاجیانو ډزې وکړې او په سلګونو کسان یې ووژل. په هغه وخت کې د مسلم لیګ خان عبدالقیوم خان پر صوبه واکمن وو او د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح د هېواد ګورنر جنرل وو.

په دې اړه د عظمت علي شاه ويډيو راپور وګورئ.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса