Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2024

کورمه کې له فرقه‌يي نښتو وروسته د اوربند سره ‌سره سيمې ته غځېدلې لارې بندې دي

0
د خیبرپښتونخوا په کورمه سیمه کې، له خونړیو فرقوي نښتو وروسته بالاخره اوربند ټینګ شوی خو لا هم دې سیمې ته غځېدلې لارې بندې دي.


ځايی رسنیو پرون (دوشنبې) وویل چې د دواړو ښکېلو خواو وسله‌وال کسان له مورچو وتلي او خپل سنګرونه یې ملېشه ځواک ته سپارلي دي.


د پاړه‌چینار او ټل ترمنځ او همداراز له افغانستان سره د پاړه‌‌چنار د خرلاچۍ لار بنده ده.


په‌‌‌دې سیمه کې وروسته له‌‌‌دې اوربند وشو چې قومي مشرانو په جرګه کې په‌‌دې اړه پرېکړه وکړه.


پرون (دوشنبې) له یوولس ورځو جګړو وروسته ښوونځي او دوکانونه هم پرانیستل شول، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې، د لارو د بندېدو له کبله خوراکي مواد نه موندل کېږي یا ډېر لږ موندل کېږي.


په کوزه کورمه کې د تېر نوومبر په ۲۲مه نښته پیل شوه او په لړ کې یې لږترلږه ۳۵ تنه ووژل شول او تر ۱۰۰۰ ډېر نور ژوبل شول.


همداراز په‌‌‌دې نښتو کې لږترلږه ۱۰۰ دوکانونه او تر ۵۰۰ ډېر کورونه سوځول شوي او تر زر ډېر کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Екатерина Александрова

Александрова обыграла Мартич и пробилась в полуфинал турнира в Линце






Пушистые предсказатели: какие животные умеют «предчувствовать» погоду

И не мечтайте даже: о привычной зиме россиянам стоит забыть напрочь

Несколько автомобилей столкнулись на внешней стороне 36-го километра МКАД

В Екатеринбурге загорелось административное здание