Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2024

Новости за 21.12.2024

د سالنګونو اصلي مسیر د سې شنبې په ورځ پرانیستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو ټولګټو وزارت وايي د سالنګونو لویه لار به د پلان شوي کار له بشپړاوي وروسته د سې شنبې په ورځ د ټولو موټرو پرمخ پرانیستل شي.   د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، د لار تر پرانیستل کېدو پورې به کوچني او باروړونکي موټر په نوبتي ډول پر جلا مسیر د ټاکلي مهالوېش له مخې تګ راتګ کوي:   «لوی او کوچني مسافروړونکي موټر هره ورځ له دواړو مسیرونو تګ راتګ کولی شي، خو باروړونکي موټر یوه ورځ له شمال څخه د جنوب پر لوري او بله ورځ له جنوب څخه د شمال پر لوري د حرکت اجازه لري. Читать дальше...

تخار کې چاودنه وشوه

Pa.azadiradio.com 

د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې نن ماښام چاودنه وشوه.   ځايي سرچينې وايي، چاودنه سراى سنګ او لومړۍ امنيتي حوزې ته نږدې يوه ريکشا کې د ځاى پر ځاى شوي ماين له امله شوې ده.   د چاودنې شدت د ځايي اوسېدونکو تر منځ وېره خپره کړې او طالبانو امنيتي ځواکونه سيمې ته لېږلي دي.   تر اوسه طالب چارواکو د چاودنې د څرنګوالي او د مرګ ژوبلې د شمېر او احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویلي.

د ارزو ټلویزیون ۷ نیول شوي کارکوونکي خوشې شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خبریالانو مرکز د آرزو ټلویزیون د نیول شویو کارکوونکو د خوشې کېدو خبر ورکړ.   دغه مرکز د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه خصوصي ټلویزیون دا  ۷ کارکوونکي په ضمانت خوشې شوي، خو په کابل کې لا هم د دغه ټلویزیون دفتر ته د فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.   وړاندې لیکل شوي، چې د دغو کسانو محاکمه به یوه اوونۍ وروسته وشي.   د افغانستان د خبریالانو مرکز د آرزو ټلویزیون د کارکوونکو د خوشې کېدو هرکلی کړی او د طالبانو له حکومت یې غوښتنه کړې چې دا قضیه پای ته ورسوي.

جرمني کې برید؛ تر دوو سوو زیات ټپیان او پنځه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني په ماګدی بورګ کې د کرسمس پر بازار د یو کس د موټر د برابرول په پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان دي. د جرمني بیلت ورځپانې نن شنبې دا تازه شمیرې خپرې کړي دي. پولیسو هم د څلور کسانو وژل تایید کړي دي.

جرمني کې ملي ماتم دی

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صداعظم اولاف سولڅ د ماګدي بورک ښار پر کرسمس بازار چې له دوه سوو زیات کسان په کې ټپیان او پنځه نور په کې ووژل شول، یو وحشناکه عمل بللی دی. شولڅ نن شنبې د (ډیمسبر۲۱مه) د پېښې له ځایه د کتنې پر مهال ویلي، "هیڅ ځای د کرسمس بازار پرتله سوله ییز نه دی". هغه وړاندې ویلي، دا یو ډیر وحشناکه عمل دی چې د خلکو د خوشالۍ په جشن کې داسې یو برید وشي. هغه وویل،" د پېښې له بریدګر سره به قانوني چلند وشي". د ساکسن انهالت والي راینر هازل اوف ویلي، "د مرګژوبلې هغه شمیرې چې پرون ماښام له برید وروسته خپرې شوي، له اوسنیو شمیرو سره لوړ توپیر لري". Читать дальше...

له ایران څخه افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو نامعلوم برخلیک

Pa.azadiradio.com 

له ایران څخه یو شمېر راستانه شوي افغان کډوال وايي له ډول ډول اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. دوی وايي افغانستان ته په راستنېدو سره ورته هېڅ ډول کاري زمینه نه ده برابره شوې او اوس د هوا په سړېدو او د ژمي په راتګ یې ستونزې دوه برابره زیاتې شوي دي.



د طالبانو مشر: متقاعدین د تقاعدۍ مستحق دي، خو محاکم ته دې لاړ شي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو مشر د تقاعد په برخه کې نن یو نوی فرمان خپور کړ چې د دې فرمان له مخې د جمهوري نظام او له هغه راوروسته مامورین د تقاعد د اخیستو مستحق ګڼل شوې دي. خو د فرمان پر اساس د تیرنظام مامورین باید یو لړ قانوني مراحل ترسره کړي. ازادي راډیو د دې فرمان له رسمي اعلان وړاندې، د دې فرمان یوه کاپي د لیندۍ په ۲۸مه ترلاسه کړی وه. ازادي راډیو په همغه ورځ د دې فرمان په اړه د متقاعدین نظر هم پوښتلی و، چې ډیر شمیر متقاعدینو ویلي وو، د طالبانو دا نوی فرمان د اضافي ننګونو او سرګرداني سبب کیږي. خو یو شمیر نورو... Читать дальше...

ترکي چارواکي: ۶۰ غیرقانوني افغان کډوال مو نیولي دی

Pa.azadiradio.com 

ترکي چارواکي وايي، ۶۰ غیرقانوني افغان کډوال يې نیولي دي. د ترکي ین ټي وي تلویزیون د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې دغو کډوالو په ترکیه کې د پاتي کیدو قانوني اسناد نه درلود. د ین ټي وي د راپور پر بنسټ، د دې کډوالو له ډلې ۲۱ يې افغانستان ته ډپیورټ شوي دي. بل پلو، ترکي چارواکو ویلي، درې کسان يې د انساني قاچاق په تور نیولي او عدلي او قضايي اروګانو ته يې سپارلي دي. د رسمي شمیرو له مخې څه باندې درې لکه افغانان په غیرقانوني توګه په ترکیه کې ژوند کوي. ترکیه چې اروپا ته د رسیدو پر لار پروت هیواد دی،... Читать дальше...

د پاکستان پوځي عدالت: د مې نهمې پېښو کې ښکیلو کسانو ته مو سزاوې واورولې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځي عدالت وايي، د عمران پر پلوۍ د تیر کال په خونړیو لاریونونو کې ۲۵ تورونو کسانو ته سزوارې اورولي دي. د پاکستان پوځ نن شنبې د (ډیمسبر۲۱مه) په یو بیان کې ویلي، دا کسان د ۲۰۲۳ کال د مې په پېښو کې په پاکستان کې د تاواتریخوالي په رامنځته کولو تورن وو. په بیان کې راغلي، دغو کسانو ته له دوو تر ۱۰ کلونو د بند سزاوې ورکړل شوي دي. د پوځ په بیان کې وړاندې راغلي، د تیر کال د مې نهمه، چې د پاکستان په تاریخ کې یوه تیاره ورځ ده، د سیاسي انګیزه له کبله رامنځته شوې وه. خو د پاکستان د تحریک انصاف... Читать дальше...

د اسراییلو پوځ: له یمن څخه توغول شوی توغندی پر تل ابیب لګیدلی دی

Pa.azadiradio.com 

د اسراییلو پوځ وايي، له یمن څخه توغول شوی توغندی پر تل ابیب لګیدلی دی. د پوځ په خبره، د توغندي د لګیدو له کبله په سیمه کې د ماتو شیشو په وجه ۱۶ کسان ټپیان شوي دي. پوځ وړاندې ویلي، ۱۴ نور کسان هغه مهال ټپیان شول چې د خطر زنګ له اوریدو وروسته یې هڅې کولي په امن ځایونو کې پټ شي. د اسراییلو د پوځ په خبره، دا برید نن سهار وختي شوی دی. دا دوه بریدونه وروسته له هغې دي چې د اسراییلو پوځ د یمن پر پلازمینه صنعا او حدیده ساحلي ښار چې د حوثي یاغیانو په واک کې دي هوايي بریدونه وکړل. بل پل، په یمن کې... Читать дальше...

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ژمي پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې

Mashaalradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ژمي پر مهال د میلیونونو بې‌ وزلو کسانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده. په افغانستان کې د دغې ادارې مرستیال ویاند ضیاالدین ساپي د ډېسېمبر پر ۲۰مه، له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې سږکال په افغانستان کې بشري اړتیاوې ډېرې لوړې دي، او د افغانستان یو پر درېیمه برخه وګړي له لوږې سره مخ دي. ساپي وویل چې د سخت ژمي پر مهال به نږدې ۱۵ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا ولري. هغه زیاته کړه چې د کار او خوړو د نشتوالي له امله کورنۍ د خپلو کورونو تودولو یا خپلو ماشومانو د تودولو لپاره له سختو انتخابونو سره مخ دي. Читать дальше...

جرمني کې برید؛ تر دوو سوو زیات ټپیان او پنځه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني په ماګدی بورګ کې د کرسمس پر بازار د یو کس د موټر د برابرول په پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان دي. د جرمني بیلت ورځپانې نن شنبې دا تازه شمیرې خپرې کړي دي. پولیسو هم د څلور کسانو وژل تایید کړي دي. د چارواکو په خبره، تیره شپه یو جرمن داکټر چې په خټه عرب دی او دوه لسیزې وړاندې جرمني ته راغلی و، یو کرايي موټر يې د کرسمس پر بازار وربرابر کړی چې ډيرو خلکو ته يې مرګژوبله واړوله. تراوسه د دې کار اصلي علت معلوم نه دی. د جرمني حکومت د دې ورځ په مناسبت نن شنبې په ټول هیواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی. Читать дальше...

کرزی: طالبان دې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، "د پوهنتونونو د پرانستلو لپاره د افغانو نجونو غږ تاییدوم". ښاغلي کرزي نن د (ډیمسبر۲۱مه) پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، "تعلیم د نجونو اساسي حق دی او افغانستان به د دې نجونو له زده کړو پرته روښانه راتلونکی ونه لري. هغه وړاندې د طالبانو له خوا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د بندیدو د دوه کلنۍ په مناسبت غوښتي، نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړئ. طالبانو دوه کاله وړاندې د ډیسمبر په ۲۲مه د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د بندیدو فرمان صادر کړ. که څه هم دا طالبانو... Читать дальше...

په خیبر پښتونخوا کې د زیاتې شوې ناامنۍ تر شا څه دي؟

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د تشدد پېښې زیاتې شوې دي، په ځانګړې توګه په تېرو دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا ډېره شوې ده. د راپورونو له مخې، یوازې د نومبر په میاشت کې د ۶۸ امنیتي سرتېرو په ګډون له ۲۴۰ زیات کسان د ترهګرۍ پېښو کې وژل شوي وو. په دې اړه، د نېکټا او د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخواني مشر احسان غنې سره د مشال راډیو خبریال طاهر خان مرکه کړې ده.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса