Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Декабрь
2024

د ناټو عمومي منشي: د ناټو غړي هېوادونه دې پر وسلو د اوکراین پر سمبالولو ډېر تمرکز وکړي

0

د ناټو عمومي منشي مارک روته پرون سې شنبې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د دې تړون د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې وویل چې د ناټو له غړیو هېوادونو غواړي چې ډېر پر وسلو د اوکراین پر سمبالولو تمرکز وکړي نه پر هغو بحثونو چې پر دې هېواد د روسیې د یرغل د پای ته رسولو پر څرنګوالي څرخي.

د جرمني د خبري آژانس د راپور له مخې، د ناټو عمومي منشي د روسیې د بشپړ یرغل پر وړاندې له اوکراین څخه پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا هېواد د هوایي مدافعې د سیستمونو په ګډون ډېرو پوځي مرستو ته اړتیا لري نه ډېرو هغو طرحو ته چې په دې هېواد کې د سولې پروسه په څه ډول مخ ته لاړه شي.

نوموړي زیاته کړه هر کله چې اوکراین له روسیې سره د سولې په خبرو کې د شاملید پرېکړه وکړه، دا هېواد باید له یوه پیاوړي دریځ څخه د سولې خبرې مخ ته یوسي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبي‌ها چې د ناتو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې یې حضور درلود له خپلو متحدینو وغوښتل چې د روسیې د هوایي بریدونو په وړاندې د دې هېواد د انرژۍ تاسیساتو د ښې ساتنې او د برښنا پرې کېدو د مخنیوي لپاره د هوایي مدافعې نور نولس سیستمونه ورکړي.

په دې وروستیو میاشتو کې روسیې ترډېره په هوایي بریدونو کې د اوکراین د انرژۍ او د برښنا د تولید تاسیسات په نښه کړې او هڅه یې کړې چې هغه له کاره وغورځوي یا ورته زیانونه واړوي.

نوموړي همدارنګه د ناټو د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته د اوکراین د ختیځې جبهې چې په دې وروستیو کې روسي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي، د روان وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

په عین حال کې د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت پرون سې شنبې د یوې اعلامیې په خپرولو سره یوځل بیا په ناټو تړون کې د دې هېواد د غړیتوب غوښتنه تکرار کړه او ویې ویل چې له دې تړون سره د اوکراین یوځای کېدل به د دې هېواد چې د روسیې د بشپړ یرغل پر وړاندې مبارزه کوي، راتلونکې ډاډمنه کړي.

د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف پرون سې شنبې د اوکراین د دغې اعلامیې په وړاندې غبرګون کې وویل چې په ناټو کې د اوکراین شاملېدل د نه منلو او هغه روسیې ته ګواښ دی.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د دغې اعلامیې له صادرېدو څو ورځې مخکې سکای نیوز شبکې ته ویلي وو چې که ناټو د اوکراین غړیتوب ومني هغه به د ده په خبره د روانې جګړې سختې مرحلې ته د پای ټکی کېږدي.

زیلینسکي دغه راز پرون د خپل هېواد د پوځ له مشرانو سره تر غونډې وروسته اعلان وکړ چې اوکراین په کور دننه د تولیدېدونکو نویو او پرمختللو توغندیو آزموینه ترسره کړې او پرټلګرام چینل یې د دغو توغندیو د پراختیا په چارو کې ښکیلو ټولو اړخونو څخه چې هڅه کوي هغه په چټکۍ تولید کړي، مننه وکړه.

نوموړي د دغو نویو توغندیو په اړه نور جزییات نه‌دي ورکړي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Зарина Дияс

Зарина Дияс поднялась в мировом рейтинге






Депрессия на горизонте: что скажет зеленая змея о рубле?

Самолет "ЮТэйр" совершил экстренную посадку в Москве: все в безопасности

В Москве ребенок попал в больницу, упав с качели

Продвижение Песни или Музыки в YouTube, RuTube, ВКонтакте, ЯндексДзен и других видеоплощадках!