Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025

د سیند په جیکب اباد ښار کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی

0
د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، د سیند په جیکب اباد ښار کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی.

هغې ادارې د جنورۍ پر ۱۴مه پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د جیکب اباد په یو نارینه ماشوم  کې د پولیو وایرس تایید کړ.


د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د هغه هلک د وینې نمونې د ډېسېمبر پر ۲۷مه لېبارټرۍ ته استول شوې وې نو ځکه دا پېښه په ۲۰۲۴ز کال کې حسابوي چې ورسره سم تېر کال په پاکستان د پولیو د پېښو شمېر ۷۱ ته لوړ شوی دی.


د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې تېر کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په خیبر پښتونخوا او سیند کې ۲۱،۲۱ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.


دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر په نیمايي کې له بلوچستانه پرته د پاکستان په ۱۴۳ ضلعو او بیا د میاشتې په پای کې په بلوچستان کې د پولیو اووه ورځني واکسیني کیمپېنونه ترسره شول او د پولیو مخنیوي اداره وايي چې د فبرورۍ په پیل کې په ټول هېواد کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ماشومان واکسینوي.


په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.


پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول. 


په عین وخت کې بېل اېنډ مېلېنډا ګېټس بنسټ په افغانستان کې د ګوزڼ ختمولو لپاره د ځانګړي پروګرام پیلولو اعلان کړی دی. هغه بنسټ د جنورۍ پر ۱۲مه خلیج ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې پروګرام به د قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عرب او د اسلامي پراختیايي بانک په همکارۍ د افغانستان د بیا رغونې صندوق له لارې تمویل شي.


د بېل او مېلېنډا ګېټس بنسټ د پولیو د ختمولو هغه نړیوال نوښت برخه دی چې د حکومتونو او نړیوالو سازمانونو یوه لویه پروژه ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса