Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025

د هندي فلمونو نومیالی ستوری سیف علي خان د چاقو په برید کې ژوبل شوی دی

0
د هندي فلمونو نومیالی اداکار سیف علي خان په خپل کور کې د چاقو په برید کې ژوبل شوی دی.

د ممبۍ ښار پولیسو په بیان کې ویلي دي چې پېښه د جنورۍ پر ۱۶مه له ځايي وخت سره سم شاوخوا دوه نیمې بجې شوې ده.


پولیس وايي، یو کس د ښار په بیندرا سیمه کې د اداکار کور ته ننوت او هغه یې په چاقو وواهه. 


بیان وايي، له لومړنیو معلوماتو ښکاري چې هغه کس د سیف علي خان کور ته د غلا لپاره ورغلی وو، خو زیاتوي چې د پېښې پلټنې روانې دي.


هندۍ رسنۍ وايي، د پېښې پر مهال د خان ښځه او نومیالۍ اداکاره کرینا کپور خان او د هغوی زامن تیمور علي خان او جهانګیر علي خان هم په کور کې ول، خو روغ رمټ دي.


انډیین اېکسپرېس ورځپاڼې البته ویلي دي چې په حمله کې د سیف علي خان کورنۍ کارکوونکې هم ټپي شوې ده.


هندۍ رسنۍ اېن ډي ټي وي ویلي دي چې خان شپږ ځایه په چاقو وهل شوی دی. 


د برېتانیې انډېپېنډېنټ ورځپاڼې ویلي دي چې د جنورۍ پر ۱۶مه سهار د ممبۍ په یو روغتون کې د خان جراحي وشوه او اوس یې روغتیايي وضع ښه ده.


رسنیو ویلي دي چې د اداکار سیف علي خان زوی ابراهیم تر برید وروسته موټر و نه موند او هغه یې د عادي ټرانسپورټ په مرسته روغتون ته ولېږداوه.




 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса