Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025

ټېکټاک په امریکا کې وتړل شو

0
د ويډيو شريکولو مشهور اپلیکېشن (ایپ) ټېکټاک د جنورۍ له ۱۹مې څخه په امريکا کې بند شوی دی.

د امريکا سپريم کورټ د چينايي کمپنۍ هغه ایپ د هېواد له هغه قانون سره په ټکر کې بللی چې کانګرس د ۲۰۲۴ز کال په اپرېل کې منظور کړی وو. هغه قانون د بهرنيو شرکتونو له لوري د امريکايي وګړو په اړه د معلوماتو ټولولو مخه نیسي.


ټېکټاک د چينايي کمپنۍ بايټ ډاڼس ملکيت دی چې په امريکا کې شاوخوا ۱۷۰ مېليونه کاروونکي لري. د چين د قوانينو له مخې، حکومت کولای شي چې د ټولنیزو رسنيو له شرکتونو څخه د هغوی د کاروونکو معلومات واخلي چې له وجې یې پر ولسي وګړو او په ځانګړي ډول د چينايي حکومت پر منتقدينو د جاسوسۍ د څارنې امکان زياتېږي.


همدا وجه وه چې د چين حکومت ته د امريکايي وګړو د معلوماتو د رسېدو په اړه اندېښنې پیدا شوې وې.


د امريکايي سپريم کورټ د پرېکړې له مخې به يا ټېکټاک خپله د امريکا برخه خرڅوله او یا به یې هم بنديز مانه.


ټېکټاک د جنورۍ پر ۱۹مه د بندیز په منلو په امريکا کې خپلو کاروونکو ته په پیغام کې وويل چې د هغه هېواد قوانينو ته په احترام یې خپل فعاليت درولی دی.


د امريکا منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ، چې د جنورۍ پر ۲۰مه د خپلې څوکۍ سوګند اخلي، يوه ورځ مخکې وويل چې ښايي ټېکټاک ته ۹۰ ورځې وخت ورکړي چې يا د امريکا برخه په کوم غيرچينايي شرکت خرڅه کړي او يا هم دايمي بندیز ته تيار شي.   



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Калинская в полуфинале WTA в Сингапуре






«Скучаю по тебе, папа»: жертвами авиакатастрофы в США стали четверо бывших российских фигуристов

Композитор Рыбников получил спецприз «Золотого орла»

В Россию из Сирии вернулись шесть российских семей с детьми

Ленобласть вошла в топ-10 регионов России по перспективности трудоустройства