Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2025

پاکستان وايي د بهرنيو هېوادونو په زندانونو کې يې ۲۳،۴۵۶ وګړي بنديان دي

0
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي له ۲۰۱۹ز کال څخه تر ۲۰۲۴ز کاله پورې د سعودي عرب له زندانونو څه باندې ۷،۲۰۰ پاکستاني بنديان خوشې کړل شوي دي.

د پاکستان مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار د جنورۍ پر ۲۰مه د هغه هېواد سېنېټ ته په ليکلې بڼه ويلي دي چې په ۲۰۱۹ز کال کې ۵۴۵، په ۲۰۲۰ز کال کې ۸۹۲، په ۲۰۲۱ز کال ۹۱۶، په ۲۰۲۲ز کال کې ۱،۳۳۱، په ۲۰۲۳ز کال کې ۱،۳۹۴ او په ۲۰۲۴ز کال کې ۲،۱۳۰ پاکستاني بنديان د سعودي له جېلونو خوشې کړل شوي دي.


دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۹ز کال کې پاکستان ته د خپل سفر پرمهال د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان اعلان وکړ چې د سعودي په جېلونو کې قيد ۲،۱۰۰ پاکستانيان به خوشې کوي. اسحاق ډار زياتوي چې د بېلابيلو هېوادونو په زندانونو کې دا وخت ۲۳،۴۵۶ پاکستانيان لا هم قيد دي.


د نوموړي په خبره، په دې کې تر ټولو زيات په خليجي هېوادونو کې دي. داراز د سعودي عرب په زندانونو کې څه باندې ۱۲،۰۰۰ او د متحده عربي اماراتو په زندانونو کې ۵،۲۹۲ پاکستانيان قيد دي.


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا نه دي ويلي چې دا کسان ولې په جېلونو کې اچول شوي دي خو د پاکستان ډان او نورې رسنۍ وايي چې زياتره قيديان هغه دي چې د کار لپاره خليجي هېوادونو ته تللي ول او په قانوني اسنادو کې د نيمګړتياوو له امله زنداني کړل شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Калинская снялась с матча по ходу полуфинала турнира WTA в Сингапуре






Еще двух сотрудников «Роснано» арестовали по делу о злоупотреблении полномочиями

В Туле произошло ДТП с трамваем и автобусом

За прошлый год в ТиНАО снизилось количество самостроя

Выходные в столице буду дождливыми по словам синоптиков