کراچۍ پوهنتون زده کوونکو ته له کلتور سره د سمو او "باوقاره" جامو اغوستو امر کړی دی
انتظامیې هغه فرمان د جنورۍ پر ۱۴مه خپور کړی خو د جنورۍ پر ۲۱مه یې له رسنیو سره شریک کړی دی.
په فرمان کې لارښوونه شوې چې زده کوونکي دې د "لنډو لستوڼو لرونکي قمیصونه، تنګې" یا داسې جامې نه اغوندي چې ورڅخه "وجود ښکاري."
انتظامیې په فرمان کې زده کوونکو ته خبرداری ورکړی دی چې داسې جامې دې هم نه اغوندي چې ورباندې "د اعتراض وړ لیکنې یا عکسونه" چاپ شوي وي.
د انتظامیې تازه فرمان د زده کوونکو غبرګونونه پارولي دي او هغوی دا کار په شخصي ازادیو کې مداخله بللې ده.
د پوهنتون د سیاسي علومو څانګې زده کوونکې افشین خان د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، د جامو انتخاب "شخصي حق دی" او د پوهنتون انتظامیه دې د محصلانو په "شخصي ازادیو کې مداخله" نه کوي.
د نړیوالو اړیکو څانګې زده کوونکي حیدر خان هم مشال راډیو ته وویل چې د انتظامیې دا فرمان د "بشري حقونو ضد" ده او دا کار "د شخصي ازادیو د محدودولو" معنا لري.
د قانون او وکالت څانګې زده کوونکی عبید شاه وايي چې انتظامیه دې داسې اقدامات وکړي چې د محصلانو په ګټه وي. ده له مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې پر جامو دا ډول محدودیتونه ورته د منلو نه دي.
خو د پوهنتون د زده کوونکو چارو سلاکاره ډاکتره نوشین رضا وايي چې په فرمان کې عادي لارښوونې شوې دي چې د پوهنتون له قواعدو، ضوابطو او مقرراتو سره سمې دي.
نوموړې د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، په وروستیو کې په پوهنتون کې نوي محصلان داخل شول نو د هغوی د خبرولو لپاره یې فرمان کړی دی. "دا نوی نوټيفیکېشن (فرمان) نه دی. کراچۍ پوهنتون وخت په وخت د پوهنتون د چاپېریال ښه کولو، نظم او د قانون پر ځای ساتلو لپاره دا ډول لارښوونې کوي. که تاسې دا فرمان لیدلی وي نو دا ډېر بې طرفه دی. دا یوازې زده کوونکي خبرداروي چې ښه او باوقاره جامې واغوندي. موږ دا نه دي ویلي چې څه ډول جامې دې اغوندي، دوی کولای شي چې له خپل فرهنګ او خوښې سره سم کالي واغوندي."
ډاکترې رضا زیاته کړه چې انتظامیه به خپلې لارښوونې عملي کوي.
دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې یو پوهنتون زده کوونکو ته دا ډول لارښوونې کړې دي. تر دې مخکې د ۲۰۲۳ز کال په فبرورۍ کې د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ګومل پوهنتون له ټولګیو پرته د پوهنتون په نورو ځایونو کې د هلکانو او نجونو پر یوځای کښېناستو او ګرځېدو بندیز لګولی وو.
داراز، د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې د کواټ پوهنتون انتظامیې زده کوونکو ته د غربي جامو پر ځای د دودیزو هغو اغوستو امر کړی وو.
تر دې مخکې په هم هغه کال کې د هزارې، د چارسدې باچا خان او د پېښور پوهنتونونو هم د جامو په اړه فرمانونه خپاره کړي ول.
د هغو پوهنتونونو انتظامیو ویلي ول چې زده کوونکي دې ساده جامې اغوندي او سینګار دې نه کوي.
د پوهنتونونو هغو فرمانونو د زده کوونکو او فعالانو غبرګونونه یې پارولي ول.