د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت بېرته یو څه لوړ شو
نن دوشنبه په افغانستان کې د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت بیرته لوړ شو.
په کابل کې يو ډالر په ۷۸ افغانیو بدلیده په داسې حال کې چې د کابل د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې د معلوماتو له مخې، د یکشنبې په ورځ د یو امریکایي ډالر پر وړاندې د افغانیو بیه ۸۱ ته لوړه شوې وه.