په کابل کې د یوناما دفتر سره نېږدې په ډزو ۱ تن وژل شوی دی
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې پېښه نن (د فیبرورۍ پر دریمه)غرمه مهال شوې ده.
د یوناما مطبوعاتي دفتر تایید کړې چې پېښه د کابل ختیځ، پلچرخي ته نږدې د ملګرو ملتونو په یوه دفتر کې شوې ده.
د یوناما په وینا، د طالبانو یو غړی د ملګرو ملتونو د احاطې دباندې مړ موندل شوی، خو دا نه دي ویل شوي چې هغه څنګه مړ شوی. یوناما ویلي چې د دوی ساتونکو پر طالبانو ډزې نه دي کړي.
د پېښې علت او انګیزه لا روښانه نه ده. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، هم دا پېښه تایید کړې. هغه ویلي چې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ډزو له امله د طالبانو یو سرتېری وژل شوی او د یوناما یو کارکوونکی برسېرن ټپي شوی دی.
قانع ویلي چې د دې پېښې په اړه پلټنې روانې دي. دا پېښه د ملګرو ملتونو د یو اېن او سي اې مرکز کې شوې، چېرته چې د یوناما دفتر، د ملګرو ملتونو نورې څانګې، اړوند بنسټونه او پروګرامونه موقعیت لري. همدارنګه، په دې مرکز کې د ملګرو ملتونو نړیوال کارکوونکي هم اوسېږي.
ملګرو ملتونو ویلي چې دوی او د طالبانو حکومت د پېښې د پلټنې لپاره کار کوي. تر دې پېښې وروسته، د یوناما په وینا، طالبانو د ملګرو ملتونو د یاد مرکز دننه او بهر ټول فعالیتونه د لنډ وخت لپاره بند کړي وو، خو اوس بېرته پیل شوي دي.
یوناما په افغانستان کې خپل فعالیت د ۲۰۰۲ز کال په مارچ کې پیل کړی دی.
دې ماموریت موخه په افغانستان کې د سولې، ثبات، او پرمختګ لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو همغږي کول او د خلکو ملاتړ کول دي.
یوناما ماموریت هر کال د ملګرو ملتونو امنیت شورا لهخوا تمدیدیږي.
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته هم یوناما په افغانستان کې خپل فعالیت دوامداره ساتلی دی.