په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن د خوراک له لارې د دایمي ناروغیو پر مخنیوي او د متوازنو خوړو پر ارزښت غږېدلي یو. نړیوال روغتیايي بنسټونه وايي چې په پاکستان او افغانستان کې د شکر، وینې لوړ فشار او زړه ناروغۍ په زیاتېدو دي چې یو مهم لامل یې د متوزانو خوړو نه استعمال او فعاله ژوند نه کول دي. په خپرونه کې اورئ چې د صحتمند ژوند تېرولو لپاره څه ضروري دي او په دې برخه کې خواړه څه رول لوبوي. بشپړه خپرونه واورئ.