شېرپاو: د هدفي عملياتو ترڅنګ دې له وسلوالو سره مذاکرات هم وشي
د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي چې په پاکستان کې دې د وسلوالو پر ضد د هدفي عملياتو ترڅنګ له هغوی سره مذاکرات هم پرمخ يوړل شي. نوموړي د فبرورۍ پر پينځمه له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې په خيبر پښتونخوا کې د ناامنۍ روان حالت د اندېښنې وړ دی. هغه وویل، د پاکستان او افغانستان اړیکې هغه وخت ښه کېدای شي چې د پاکستان ولسي حکومت خپلې چارې د پوځ پر ځای خپله پرمخ يوسي. شېرپاو زیاته کړه چې وفاقي حکومت بايد له بلوڅو فعالانو سره کښېني او د مذاکراتو له لارې د جبري بې درکه کسانو د ستونزې هوارولو تر څنګ د هغوی نورو اندېښنو ته هم ځواب ووايي. له افتاب احمد خان شېرپاو سره بشپړه مرکه وګورئ.