شهزاده رحیم الحسیني اغا خان (پینځم) د اسماعیلي شیعه ګانو ۵۰م امام ټاکل شوی دی
د اسماعیلیه فرقې پر ووبپاڼه راغلي دي چې د فبرورۍ پر پینځمه د پرتګال په پلازمېنه لېزبن کې په یوه دیني غونډه کې د مړه شوي شهزاده کریم الحسیني اغا خان (څلورم) وصیت واورول شو چې پکې هغه رحیم الحسیني نوی امام ټاکلی دی.
په غونډه کې د نوي امام کورنۍ او د اسماعیلیانو لوړپوړو مشرانو ګډون وکړ.
شهزاده رحیم په ۱۹۷۱ز کال کې زېږېدلی چې د کریم الحسیني، چې په څلورم اغا خان مشهور وو، مشر زوی دی او د اغا خان پرمختیايي شبکې په ګڼو ادارو کې یې مهمې دندې ترسره کړې ده.
دی د خپل پلار تر مړینې وروسته د اسماعیلي شیعه ګانو روحاني مشر شو.
د اغا خان پرمختيايي شبکې بنسټګر مشر او د اسماعیلي شيعه مسلمانانو روحاني لارښود شهزاده کريم الحسيني اغا خان (څلورم) د فبرورۍ پر څلورمه په ۸۸ کلنۍ کې ومړ. هغه د اسماعیلیانو ۴۹م امام وو.
د اسماعیلي مذهبي فرقې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۵ مېلیونه مننونکي لري چې په افغانستان، پاکستان، تاجکستان، ایران، هند، او د افریقا په ځینو برخو کې مېشت دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونيو ګوتېرېش په ګډون د نړۍ ګڼو مشرانو د شهزاده کريم اغا خان پر مړينه خواشيني څرګنده کړې وه او د تعليم او روغتيا په ګډون يې د ژوند په بېلا بېلو څانګو کې د بېوزله کسانو لپاره د هغه د خير ښېګړي کارونه ستايلي دي.
اغا خان شبکې د افغانستان او پاکستان په ګډونې د نړۍ په شاوخوا ۳۵ هېوادونو کې د مېلیونونه ډالرو په لګښت ودانۍ، روغتونونه، ښوونځي او کورونه جوړ کړي دي.
هغه شبکه د پرمختيايي او رغنيزو چارو لپاره شاوخوا یو مېلیارد (ارب) ډالره کلنۍ بودیجه لري.