کراچۍ: پښتانه سوداګر وایي، امنیتي سرتېرو ترې د کروړونو روپيو سامانونه وړي
د ګاډو د ټایرونو، ناجوړو جامو یا ټوکرو او نورو سامانونو کاروبارکوونکي پښتانه وايي، د فبرورۍ پر شپږمه، کسټم او نورو ادارو د قاچاقي مالونو په نوم یې سامانونه ضبط کړي دي.
دوی وايي، د رینجر ځواک سرتېرو پرې ډزې هم کړي، چې په پایله کې یو ماشوم وژل شوی او څلور کسان ژوبل شوي دي. په کراچۍ کې د ټایرونو کاروبارکوونکو اتحادیې مشر، منظور احمد اڅکزي، د فبرورۍ پر اوومه مشال راډیو ته وویل، کسټم چارواکو او رینجر ځواکونو د دوی هغه سامانونه وړي، چې دوی پرې کسټم ډیوټي یا ټېکس ورکړی و.
بلخوا، په کراچۍ کې د کسټم یوه چارواکي، ډپټي کلیکټر رضا نقوي، مشال راډیو ته وویل، چې د فبرورۍ پر شپږمه یې د کراچۍ په سبزي منډۍ سیمه کې د قاچاقبرانو پر ضد له رینجرز ځواکونو سره په ګډه عملیات کړي دي او د ګاډو د ټایرونو ۲۷ مزدې ټرکونه او یو کنټېنر یې ضبط کړی دی. البته، نوموړي د عملیاتو پر مهال د مرګژوبلې د رامنځته کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
په کراچۍ کې ګڼ پښتانه استوګن دي چې هلته د ټرانسپورټ، د چایو هوټلونو، کپړو او نور ډېر واړه او لوی کاروبارونه لري. دوی په مخکې وختونو کې هم د دوی په کاروبارونو د چاپو او ځینې نامالومه وسلوالو لخوا د بریدونو او د هغې د سوځونې شکایتونه کړي دي.