Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

د اسماعیليانو پخوانی امام کریم الحسیني اغا خان څلورم په مصر کې خاورو ته سپارل شوی

0
د اسماعیلي شیعه مسلمانانو د امامت دفتر وايي چې پخوانی امام کریم الحسیني اغا خان (څلورم) د مصر په اسوان کې خاورو ته سپارل شوی دی. 

د اسماعیلي فرقې پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د هغوی نوی امام شهزاده رحیم الحسیني اغا خان (پینځم)، د هغه د کورنۍ غړي او د فرقې لوړپوړي مشران د فبرورۍ پر نهمه په جنازه او د جسد خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې شامل ول. 


په بیان کې راغلي دي چې "مصر په ۱۰مه او ۱۱مه زېږیزو پېړیو کې د فاطمي خلافت مرکز وو چې مشري یې اسماعیلي امامانو کوله" او هم هغوی "د قاهرې ښار بنسټ ایښی" وو. 


د اغا خان پرمختيايي شبکې بنسټګر مشر او د اسماعیلي شيعه مسلمانانو روحاني لارښود شهزاده کريم الحسيني اغا خان (څلورم) د فبرورۍ پر څلورمه د پرتګال په پلازمېنه لېزبن کې په ۸۸ کلنۍ کې ومړ. هغه د اسماعیلیانو ۴۹م امام وو.


تر دې یوه ورځ وروسته په یوه دیني غونډه کې د نوموړي وصیت واورول شو چې له مخې یې هغه خپل مشر زوی شهزاده رحیم الحسیني اغا خان (پینځم) د اسماعیلي شیعه مسلمانانو ۵۰م امام ټاکلی دی. 


اسماعیلیه دیني فرقه په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۵ مېلیونه مننونکي لري چې په افغانستان، پاکستان، تاجکستان، ایران، هند، او د افریقا په ځینو برخو کې مېشت دي.


اغا خان شبکې د افغانستان او پاکستان په ګډونې د نړۍ په شاوخوا ۳۵ هېوادونو کې د مېلیونونه ډالرو په لګښت ودانۍ، روغتونونه، ښوونځي او کورونه جوړ کړي دي.


هغه شبکه د پرمختيايي او رغنيزو چارو لپاره شاوخوا یو مېلیارد (ارب) ډالره کلنۍ بودیجه لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Российская теннисистка Потапова пробилась в финал турнира WTA в Румынии






Синоптики прогнозируют самое жаркое лето для пензенцев

В Москве закрыли частную клинику из-за случаев сепсиса у женщин после ЭКО

Из Тамбова можно будет улететь в Ханты-Мансийск с пересадкой в Санкт-Петербурге

Что подарить жене на 14 февраля — идеи для праздника