د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې مو د ترکیې د ولسمشر پاکستان ته د سفر د ارزښت او د هغه هېواد له پاکستان، افغانستان او هند سره د تاریخي سیاسي، کلتوري او اقتصادي اړیکو جاج اخیستی دی. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ويلي چې رجب طیب اردغان د فبرورۍ له ۱۲مې څخه تر ۱۴مې پورې د هغه هېواد په سفر دی او له لوړپوړو چارواکو سره د ليدو ترڅنګ به د پاکستان او ترکيې د لوړ کچ د ستراتیژيکې همکارۍ شورا په غونډه کې ګډون کوي. بشپړه خپرونه وګورئ.