په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن په روژه کې د صحت ښه ساتلو پر موضوع غږېدلي یو. روغتیاپالان وايي چې روژه انساني صحت ته ګټې رسوي، خو که په دې میاشت کې خوراک څښاک ته سم پام و نه شي، نو بیا روغتیايي ستونزې پیدا کېدای شي. هغو کسانو ته هم مشوره ورکوو چې غواړي په روژه کې سېګرېټ یا نسوار پرېږدي. له دې پرته د حامله او ماشومانو ته د شیدو ورکووونکو ښځو پر صحت هم غږېدلي یو. بشپړه خپرونه واورئ.