Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27
28

اتلانو جام: افغانستان انګليند ته د ۳۲۶ منډو هدف ورکړ

0

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام (چمپیینز ټرافۍ) په سیالۍ کې او انګلستان (انګلينډ) ته د ۳۲۶ منډو هدف ورکړی دی.
د لاهور په قذافي لوبغالي کې د فبرورۍ د ۲۶مې سیالۍ پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې (بیټېنګ) پرېکړه وکړه.

د لوبې په پیل کې افغانستان درې لوبغاړي ژر وسوځېدل خو ابراهیم ځدراڼ او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي بیټېنګ ته دوام ورکړ او چې مجموعي منډې ۱۴۰ ته ورسېدې نو شهیدي په ۴۰ منډو وسوځېد. وروسته عظمت الله عمرزي له ځدراڼ سره توپوهنې ته دوام ورکړ. عمرزی په ۴۱ منډو وسوځېد.

ابراهیم ځدراڼ د پاڼۍ په وروستي اوور کې په ۱۷۷ منډو وسوځېد او په هم هغه اوور کې محمد نبي هم په ۴۰ منډو اوټ شو. افغان لوبډلې په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۵ منډې وکړې.

د انګلینډ جافرا ارچر درې، لېیام لېوېنګسټن دوه او جیمي اورټن او عادل رشید یوه، یوه وېکټه واخیسته.

تر دې مخکې په لوبلړۍ کې افغانستان او انګلينډ‌ خپلې لومړۍ لوبې بایللې دي او که هر یو دا سیالي وبایلي نو نیمه پایلوبې یا سيمي فاينل ته د رسېدو له ځغل به پاتې شي.

تر دې یوه ورځ مخکې د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د اسټراليا او جنوبي افريقا ترمينځ سيالي د باران له امله لغوه شوه او دواړو لوبډلو یوه، یوه نمره ترلاسه کړه چې ورسره سم د هغوی پواینټونه درو ته رسېدلي دي.

ټاکل شوې چې پاکستان او بنګلادېش د فبرورۍ پر ۲۷مه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې یو بل ته مخامخ شي.

د اتلانو جام په سیالیو کې اته غوره لوبډلې برخه اخلي چې ورڅخه یې پاکستان، بنګلادېش، هند او نیو زیلینډ په الف او افغانستان، اسټرالیا، انګلستان او جنوبي افریقا په ب ګروپ کې دي.

د فبرورۍ پر ۱۹مه پيل شوې دا سیالۍ په پاکستان او دوبۍ کې کېږي چې نيو زيلينډ او هند پکې خپلې لومړۍ دوه سیالۍ ګټلې او نيمه پايلوبې (سیمي‌ فاینل) ته رسېدلې دي.

له اتو لوبډلو څخه، پاکستان او بنګلادېش په خپلو درو سیاليو کې دوه، دوه لوبې بايللې او له دې لوبلړۍ بهر شوي دي. افغانستان خپله لومړۍ سیالي د جنوبي افریقا او انګلینډ د اسټرالیا پر وړاندې بایللې وه.

د اتلانو جام د سیاليو پايلوبه یا فاینل به د مارچ پر نهمه کېږي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Мирра Андреева поднялась на четвертую позицию в гонке за чемпионство WTA.






Безликая глыба? Родные жертв теракта в «Крокусе» в шоке от мемориала

Гастрономическая Масленица: 25 необычных блинов, которые стоит попробовать

Секретарь щелковского отделения партии «Единая Россия» подвел итоги работы за 2024 год

Средний желаемый размер пенсии россиян достиг 49,6 тысяч рублей