Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2025
1 2 3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د بلوچستان په حب کې پولیسو د لادرکه بلوڅانو لپاره مظاهره کوونکي‌ نيولي دي

0
د بلوڅ يووالي شورا (بلوچ یکجهتي کمېټې) مشران تور پورې کوي چې پوليسو د بلوچستان په حب ښار کې د لادرکه بلوڅانو د موندنې لپاره پر روان پرلت يرغل کړی دی.

د بلوچ یکجهتي کمېټۍ مرستيال مشر عبدالوهاب بلوڅ بېګاه مشال رېډيو سره په خبرو کې تورې پورې کړ چې د مارچ پر دویمه په حب ښار کې پوليسو پر پرلت د يرغل پر مهال د ښځو په ګډون اووه احتجیان نيولي دي. "په حب باواني سړک چې کوم پرلت روان وو، پوليسو پر هغه د مارچ پر دویمه يرغل کړی دی او زموږ ګڼ ملګري يې ژوبل کړي دي. پوليسو د کمېټۍ غړې ماه زېب بلوڅه او د سيما بلوڅې په ګډون اووه کسان نيولي دي."


په حب کې د بلوڅ یکجہتي کمېټې پرلتوال د جنید حمید، د هغه د ورور یاسر حمید، نصیر جان بلوچ، ندیم بلوچ، احسان بلوچ، ظفر بلوچ، امین بګټي او نورو لادرکه کسانو د خوشي کېدو غوښتنه کوي. ددوی په وينا چې دا کسان په نزدي دوه مياشتو کې په جبري توګه لادرکه کړل شوي دي.




د پولیس يوه چارواکي چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، مشال رېډيو ته د نوم نه خپرولو په شرط وویل چې د بلوچستان حکومت د قانون ۱۴۴ ماده نافذه کړې ده چې تر مخې يې هېڅوک غونډې نه شي کولای نو ځکه يې د پرلتوالو ضد کاروايي کړې ده. دغه پرلت په حب ښار کې د فرورۍ پر ۲۷مه د ځینو بلوڅانو د لادرکۍ ضد پیل شوی وو. دا نه ده معلومه چې دا کسان چا وړي دي خو بلوڅ يکجهتي کمېټۍ يې تور پر امنیتي ځواکونو پورې کوي. خو حکومت دا تور ردوي.


د بلوڅ يکجهتي کميټۍ مشران بيا وايي تر څو يې غوښتنې نه وي منل شوې، احتجاج به دوام داره ساتي. دبلوچستان په حب کې په پرلت کي ناسته او د بلوچ یکجہتي کمېټې دکراچۍ مشرې، فوزیه بلوچ بيا مشال راډیو ته وویل چې پولیس باید ژر تر ژره ټول نیول شوي ښځینه او نارینه مظاهره‌چیان خوشي کړي.


د هغې په وينا نیږدې ۲۴ ساعته تېر شوي، خو پولیسو تر اوسه ددوی د نیول شویو ملګرو هیڅ معلومات نه دي ورکړي۔ "موږ يوازي دخپلو لادکه خپلوانو خوشي کولو غوښتنه کوو، په حب کې موږ پرامنه پرلت لهڅلورو ورځو راهیسې روان دی. انتظاميې مخکې هم له موږ سره په لېکلي بڼه منلي وو چې لادرکه کسان به د ۲۰ ورځو کې راخوشې کړي خو تر اوسه يې لا خوشې کړي نه دي. بيا نن پر موږ شدد کړی او لادرکه بلوڅانو خپلوان يې هم نيولي دي اوتر وسه يې موږ ته هيڅ معلومات نه دي راکړي."


د بلوچ یکجہتي کمېټې په اعلان، د فرورۍ له ۲۳مې راهیسې د لادرکه کسانو کورنيو د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې احتجاجونه لاس پورې کړی دی. په بېلا بېلو سيمو کې يې لویو لارو يې پرلتونه وهلي دي. خو د بلوچستان وزیراعلی سرفراز بګټي د مارچ پر دویمه، په کوټه کې په يوه غونډه کې د وينا په وخت ویلي چې د لویو لارو بندول د زغملو نه دي او که څوک دا کار کوي، د قانون له مخې به ورسره چلند کېږي. هغه د دضلعو ډپټي کمشنرانو اونورو حکومتي چارواکو ته امر وکړ چې د لویو لارو د خلاصون لپاره دې ګامونه واخلي. 


د لادرکه بلوڅانو خپلوان او د هغوی حقونو لپاره کارکوونکي سازمانونه د پاکستان استخباراتي او امنیتي ادارې تورنوي چې خلک تښتوي او بې درکه کوي یې، خو د پاکستان پوځ تل دا تورونه رد کړي او وايي چې هغه کسان چې ورک بلل کېږي ورڅخه یې ډېری په وسلوالو ډلو ورګډ شوي او ځینې یې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي. د بلوچستان حکومت وخت په وخت ادعا کړې چې بلوڅ یکجهتي کمېټي خلک د ریاست پرضد پاروي خو کمېټي وايي، د بلوڅانو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي. د پاکستان حکومت وخت په وخت ویلي دي چې د جبري بې درکیو مسلې هواري ته ژمن دی خو زیاتوي چې دا کار په لنډ وخت کې نه شي کېدای.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Карен Хачанов

Хачанов проанонсировал свое интервью у футболиста Смолова совместной фотографией






Бывшего вице-премьера Чувашии обвинили в получении взяток и ценностей

Прикоснитесь к истории города: настоящий артефакт разместили в универмаге «Сормовские Зори»

Карпин назвал клуб РПЛ, который считает базовым для сборной России

Прикоснитесь к истории города: настоящий артефакт разместили в универмаге «Сормовские Зори»