Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2025
1 2 3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

په ۲۰۲۴ کال کې اروپا ته د کډوالو ورتګ کم شوی

0
اروپايي ټولنه وايي په ۲۰۲۴ کال کې یې د پناه غوښتنې ۱۱ فیصده کم درخواستونه ترلاسه کړي دي.

د اسوشيېټېډ پریس د خبر ترمخه د ناروې او سویټزرلېنډ تر څنګ د اروپايي ۲۷ هېوادونو ټولنې د مارچ پر درېیمه جاري کړي خپل کلني رپورټ کې ویلي دي چې په تیر ۲۰۲۴ کال کې یې د پنا غوښتنې یو میلیون او ۱۴۰۰۰ درخواستونه ترلاسه کړي دي چې د ۲۰۲۳ کال په نسبت ۱۱ فیصده کم وو.


په همدې حال کې د جرمني خبري اژانس (ډي پي اې) د اروپايي ټولنې د رپورټ په حواله لیکي چې د تیرو کلونو په څېر په ۲۰۲۴ کال کې هم تر ټولو زیات د پناه غوښتنې درخواستونه په جرمني کې جمع کړل شوي دي خو په دې کې هم د ۲۰۲۳ کال په نسبت ۲۹ فیصده کمی راغلی دی.


په اروپايي هېوادونو کې تر ټولو زیات پناه غوښتونکي له شام څخه ورځي خو په تیر کال کې دغه شمیر هم کم شوی دی. د اروپايي ټولنې د رپورټ ترمخه په شام کې د بشارلاسد د حکومت تر نسکورېدو وروسته یو شمېر شامي کډوالو خپل د پناه غوښتنې درخواستونه بېرته اخیستي دي. خو تر اوسه معلومه نه ده چې د نورو هېوادونو کډوالو ولې په اروپا کې د پناه اخیستو درخواستونه کم کړي دي. 


دا راز په اروپايي ټولنه کې دویم نمبر زیات شمېر د افغان پناه غوښتونکیو دی چې په ۲۰۲۴ کال کې یې په یورپي هېوادونو کې ټول ۸۷۰۰۰ د پناه غوښتنې درخواستونه جمع کړي دي. د یادونې ده چې ډېری افغانان په پاکستان کې منتظر دي‌ چې په اروپا او امريکا کې یې د پناه اخیستو درخواستونه منظور او وېزې وشي. دا هغه کډوال دي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته له خپله هېواد وتلي ول او امریکا، اروپايي او نورو هېوادونو ته د تلو په انتظار دي.


په دې وروستيوو کې دوی په غربي هېوادونو غږ کړی چې د وېزو ورکولو لړۍ دې تېزه کړل شي. د فرورۍ پر ۱۷مه په اسلام اباد کې يوې غونډې پر مهال، ځينو هغو کډوالو ويلي‌وو چې د پاکستان حکومت ورته خبرداری ورکړی چې که کارونه یې ژر خلاص نه شي نو واپس به یې افغانستان ته ولېږي. خو هغه خلک چې زیاتره یې هنرمندان، خبریالانو او د نړيوالو ادارو سره کار کوونکي دي، وايي‌چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی. 


دا په داسې حال کې ده چې یو پلو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې امریکې ته د دې کډوالو د لېږدولو لړۍ درولې ده او بل پلو د پاکستان حکومت دغو کډوالو ته ویلي چې د مارچ تر ۳۱مې پورې دې له پاکستانه ووځي. د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د خپلې دندې تر لوړې وروسته یوشمېر اجراییوي فرمانونه لاسلیک کړي ول چې ورڅخه یې یو هغه هېواد ته د کډوالۍ بهیر ځنډوي. په سلګونو افغانان چې په امریکا کې یې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه منل شوي دي اوس له یو نامعلوم برخلیک سره مخامخ ښکاري.


د اروپايي ټولنې د کلني رپورټ ترمخه په ۲۰۲۴ کال کې د پناه غوښتنې تر ټولو زیات درخواستونه د شام د وګړیو منظور شوي او د پنا غوښتنې د درخواستونو د ردېدلو زیات شمیر بیا د بنګلا دیش د کډوالو دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Циципас одержал первую победу в финалах турниров ATP-500 после 11 поражений






Новая конечная станция наземного транспорта заработала в Печатниках

Прикоснитесь к истории города: настоящий артефакт разместили в универмаге «Сормовские Зори»

Нижегородцы могут принять участие в кадрово-образовательном проекте "ПолитСтарт"

Детское радио выпустило новую версию хита к 8 Марта