Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

د سپېن پولیس وايي ترهګرۍ ضد عملياتو کې یې ۱۱ نور پاکستانيان نيولي دي

0
په سپېن (اسپانيا) کې پولیسو په ترهګرۍ ضد عملياتو کې د مارچ پر اتمه، ۱۱ نور پاکستانيان نيولي دي.

د سپېن ملي پولیسو پر اېکس خپاره کړي بیان کې ويلي چې په بارسلونا کې نيول شويو هغو کسانو د موبايل اپليکیشنونو له لارې خپلو شبکو ته شفري میسيجونه لېږل. د پولیسو په وينا په دې سره په هغو ګډو عملياتو کې د نيول شويو پاکستانيانو شمېر ۳۰ ته رسېدلی چې د يوې سختدريځې پاکستانۍ ډلې سره تعلق لري. 


پولیسو د هغې ډلې نوم نه دی اخیستی خو زیاته کړې یې ده چې دا د ترهګرۍ د هڅو د ناکامولو لپاره د ترسره شويو عملياتو درېيمه مرحله وه.  پولیسو د خپلو عملياتو ويډيو هم خپره کړې ده. په ويډيو کې ښکاري چې پولیس له بېلابېلو کورونو څخه ځيني کسان نيسي او ګاډو ته یې خېژوي. 




دا عمليات د سپېن ملي پولیسو، د کاتالېنا سیمه ییزو پولیسو او د ايټلي پولیسو په شريکه ترسره کړي دي.


بلخوا د پاکستان ایکسپریس ټريبیون ورځپاڼې ليکلي چې نیول شوي کسان د تاوتریخوالي په هڅولو او د سختدريځو نظریاتو په خپرولو کې ښکېل وو. د راپور ترمخه، د هغې ډلې ځینو غړو په ټوله اروپا کې د بریدونو لپاره د ممکنه اهدافو پیژندل هم پیل کړي وو.


په نيول شويو ۳۰ کسانو کې ۱۰ یې د مارچ پر شپږمه د سپېن د مرکزي تحقیقاتو عدالت ته وړاندې شوي وو. هلته، عدالت د څلورو کسانو په حراست کې د ساتلو  امر وکړ. له پاتې کسانو څېړنې روانې دي.  


تر اوسه پورې د پاکستان حکومت په دې اړه څه غبرګون نه دی ښوولی. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Рублев не прошел в третий раунд турнира серии "Мастерс" в Индиан-Уэллсе






На трассах области из-за снега ухудшилась дорожная обстановка

БКЛ лидирует по росту интернет-трафика в Московском метрополитене

Умерла жена актера Виктора Павлова актриса Татьяна Говорова

Экс-министр Улюкаев отозвал прошение о снятии с него судимости