Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Апрель
2025

پېښور مېشتي افغان هنرمندان خپلې او د موسیقۍ راتلونکې ته اندېښمن دي

0
په پېښور کې مېشت افغان هنرمندان له پاکستانه د افغانانو ایستلو د خپل ژوند او د افغاني موسیقۍ راتلونکې په اړه اندېښمن دي. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ګڼ سندرغاړي او موسیقاران پېښور ته کډه شول. دوی وايي، هلته یې ژوند ته خطر وو او هنري کارونه یې نه شول کولای ځکه چې طالبانو پر موسیقۍ بندیز لګولی دی. هنرمندان وايي، اوسمهال د افغان موسیقۍ او بېلابېلو الاتو خوندیتوب ته اړتیا ده او دا کار په پېښور کې شونی دی. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د اپرېل له لومړۍ اونۍ راهیسې د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو ایستلو ته دوام ورکړی دی او وايي چې دا کار یې د ملي امنیت په ګټه دی. نور په دې لنډ مستند فلم کې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса