Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2025

کراچۍ کې لږکیو د خپلو حقونو باوري کولو لپاره لاریون کړی دی

0
په پاکستان کې هر کال د اګست ۱۱مه د لږکیو د ملي ورځې په توګه لمانځل کېږي چې په مناسبت یې په بېلابېلو ښارونو کې غونډې کېږي. د اګست پر ۱۰مه په کراچۍ کې د لږکیو د حقونو د خوندیتوب لپاره لاریون وشو چې پکې ګڼو مسیحیانو (عیسویانو)، هندوانو او د بشري حقونو فعالانو ګډون وکړ. د لاریون ګډونوالو وویل، په پاکستان کې اقلیتونه له بېلابېلو اساسي حقونو بې برخې دي، پر مخ یې د تعلیم دروازې تړل کېږي او د ځینو دندو په ترلاسه کولو کې هم له لویو ستونزو سره مخامخ دي. دوی تور پورې کړ چې په سیند کې لا هم په زور د هندوو نجونو مذهب بدلېږي. دوی له حکومته د لږکیو د ټولو حقونو د باوري کولو او تر ۱۸ کلنۍ مخکې د ودونو د مخنیوي قانون عملي کړي. د پاکستان او سیند حکومتونو د لاریونوالو د څرګندونو په غبرګون کې لا څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې د لږکیانو حقونو ته ژمن دي او د کم عمرۍ ودونو په سر خلک سزا کوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса