Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Август
2025

پر غزې ښار د اسراییلي پوځ برید ۶ خبریالان وژلي دي

0

د الجزیره ټېلېوېژن یو نومیالی خبریال سره د څلورو همکارانو په غزې ښار کې د اسراییلیو ځواکونو ډرون برید کې وژل شوی دی.په غزه کې چارواکو او الجزیره ټېلېوژن ویلي دي چې ۲۸ کلن انس الشریف له خپلو همکارانو سره د غزې ښار په ختیځ کې له الشفا روغتون سره نېږدې په یوه خیمه کې وو چې د اګست پر ۱۰مه ناوخته د اسراییلو په حمله کې ووژل شو.

د فرانسې خبري اژانس د اګست پر ۱۱مه د ملکي دفاع ادارې او د روغتون د مشر په حواله ویلي دي چې په برید کې یو بل فلسطینی خبریال محمد الخالدي هم وژل شوی دی.

الجزیره ټېلېوېژن وايي، په برید کې یې د شریف تر څنګ بل خبریال محمد قریقع او درې کیمره چلوونکي ابراهیم ظاهر، مومن علیوه او محمد نوفل وژل شوي دي.

ټېلېوېژن او نړیوال اژانسونه وايي، د هغو خبریالانو جنازې د اګست پر ۱۱مه په غزې تړانګه کې وشوې چې پکې ګڼو خلکو ګډون وکړ.

رویټرز او د فرانسې خبري اژانسونه وايي، اسراییلي پوځ د انس الشریف وژنه تایید کړې او ویلي یې دي چې هغه د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د یوې برخې مشر او پر اسراییلو په راکټي بریدونو کې ککړ وو.

د فرانسې خبري اژانس وايي، اسراییلي پوځ هغه په تېرو وختونو کې هم د "خبریال په جامه کې" د یو "ترهګر" په نوم یاداوه.

خو الجزیره ټېلېوېژن د اسراییلي پوځ دا دعوه رد کړې او خپله شریف هم په تېرو وختونو کې له حماس سره د تړاو تورونه رد کړي ول.

د رسنیو د ازادۍ یوې ډلې او د ملګرو ملتونو یو کارپوهې هم په وروستیو کې خبرداری ورکړی وو چې د شریف ژوند له غزې څخه د راپورونو ورکولو له کبله له خطر سره مخامخ دی. د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې اېرین خان تېره میاشت ویلي ول چې پر شریف د اسراییلو تورونه بې بنسټه دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو چارو ادارې په غزه کې د شپږو خبریالانو وژنه غندلې او د اګست پر ۱۱مه یې په بیان کې دا کار "د نړیوال بشري قانون شدیده سرغړونه" بللې ده.

رویټرز اژانس وايي، شریف یې پخوا د هغو خبریالانو له ډلې څخه وو چې په ۲۰۲۴ز کال کې یې د اسراییلو او حماس جګړې پر مهال د تازه او عاجلو خبرونو د انځورونو په برخه کې پولېټزر انعام ګټلی وو.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ ویلي چې د غزې په شاوخوا ۲۲ میاشتنۍ جګړه کې لږ تر لږه ۱۸۶ خبریالان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اګست پر ۱۰مه د غزې ښار د نیولو په اړه د اسراییلو پر ارادې د بحث لپاره بیړنۍ غونډه وکړه.

هغه ناسته تر هغې دوه ورځې وروسته وشوه چې اسراییلۍ امنیتي کابینې هغه پلان تایید کړ. د اسراییلو دې اقدام پر نړیوال کچ غصه پارولې ده.

په عین حال کې د اګست پر نهمه شپې مهال په زرګونو اسراییلیانو په تل ابیب کې د یوشمېر لوړپوړو وزیرانو د هغه پلان پر ضد لاریون وکړ او "سمدستي" یې په غزې تړانګه کې د جګړې درولو او د ټولو یرغملیانو ازادولو غوښتنې وکړې.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا پکې تر اوسه تر ۶۰،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي.

د اسراییلو د ځمکنۍ او هوایي جګړې له امله د تړانګې زیاتره برخه ویجاړه شوې او شاوخوا ټول اوسېدونکي یې بې‌ ځایه شوي دي.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم وژل شوي دي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса