پر دوحې د اسراییل له بریده یوه اونۍ وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر قطر ته سفر کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اسراییل له سفر وروسته قطر ته سفر کوي.د امریکا بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه دغه اعلان وروسته تر هغه وکړ چې روبیو بیت المقدس کې د اسراییل له صدر اعظم بنیامین نتنیاهو سره وکتل.روبیو داسې مهال د منځني ختیځ په سفر وتلی چې پر دوحې د اسراییل د تیرې اونۍ له برید وروسته سیمه کې نانندرۍ زیاتې شوې دي.لویدیځو اژانسونو لیکلي، امریکا هڅه کوي چې د خپل دوو متحدانو، اسراییل او قطر ترمنځ ټوکیدلې نانندرۍ حل کړي.د قطر صدر اعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني وړمه ورځ غوښتنه وکړه چې اسراییل ته باید پر دوحې د برید له کبله سزا ورکړل شي.د قطر صدر اعظم دغه برید چې د سپتمبر په ۹مه د حماس سخت دریځې ډلې ۵ غړي په کې ووژل شول، پر منځګړي حمله بللې ده.د امریکا متحده ایالتونه او اروپایي ټولنه حماس ترهګره ډله بولي.