Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2025

Новости за 21.09.2025

د سولې نړیواله ورځ: ایا افغانان د ریښتینې سولې له ټولو ښیګڼو برخمن دي؟

Pa.azadiradio.com 

یو شمیر افغانان وایي په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د سولې په نوم بهیر کې ترې اکثريت اساسي حقونه اخیستل شوي دي. دوی وایي که څه هم جګړې پای ته رسېدلي خو ادعا کوي چې هېڅ ډول ذهني، اقتصادي او ټولنیز خوندیتوب نه لري. د میدان وردګو ولایت یوې اوسېدونکې چې د طالبانو لخوا د نجونو پر زده کړو د محدودیت له لګولو وړاندې د ننګرهار پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي د وروستي سمسټر محصله وه او نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې په راپور کې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "که موږ په رښتیا په افغانستان... Читать дальше...

خواجه اصف ويلي ول، افغانستان د پاکستان لپاره يو دښمن هېوا دی

Mashaalradio.com 

څو ورځې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پاکستان يو شخصي ټېلېویژون جیو نیوز ته په مرکه کي ویلي ول چې افغانستان د پاکستان لپاره یو دښمن هېواد دی. د نوموړي دې څرګندونو ته پر ټولنیزو رسنیو سخت غبرګونونه ښوول شوي ول. په پاکستان کې شنونکي د دفاع وزیر دا بیان څنګه ارزوي؟

د ملا هیبت الله په امر د نوري فایبر انټرنېټ بندیز

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اکثرو لویو ښارونو کې د نوري فایبر انټرنېټ پرې شوی دی د طالبانو رهبر ملا هیبت الله اخوندزاده د نوري فایبر د بندولو امر ورکړی د هغه امر د پلي کېدو په حال کې دی او پر خلکو انټرنېټ بندیږي صفي الله ستانکزی او نور جزییات

بریتانیا، کاناډا او استرالیا نن فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپېژنده

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ درې پیاوړو هېوادونو بریتانیا، کانادا او استرالیا نن فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپیژنده. د درې واړو دغو هېوادونو صدر اعظمانو دغه اعلان د ملګرو ملتونو تر عمومي اسامبلې یوه ورځ مخکې وکړ.

حنیف خلیل پښتو ادب ته ۷۰ ارزښتانک کتابونه ورکړي دي

Mashaalradio.com 

ډاکټر حنیف خلیل خپل ټول عمر د پښتو نثر او نظم تحقیق او تخلیق ته وقف کړی دی. هغه په پښتو، اردو او انګرېزۍ ژبه لیکل کړي او تر ۷۰ زیات کتابونه یې چاپ دي. حنیف خلیل اوس د اسلام اباد په قاید اعظم پوهنتون کې د پاکستاني مطالعاتو د مرکز مشر دی خو څو لسیزې وړاندې چې هغه لا زلمی او په پېښور کې د اسلامیه کالج محصل وو، څېړنې یې پیل کړې وي. د قلندر مومند، همېش خلیل او د خپل وخت نورو لویو ادیبانو سره له نږدې ناستې پاستې هم د حنیف خلیل د شخصیت په ځلولو کې مهم رول لوبولی دی. د ډاکټر حنیف خلیل د ژوند او کار په اړه نور تفصیل په دې مرکه کې.

بریتانیا به نن فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپیژني

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د بریتانیا صدر اعظم کایر سټارمر نن ناوخته فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپیژني. د پرتګال د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې نن ورته اقدام کوي. ټاکل شوې څو نور هېوادونه هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له پیل سره همهاله د غزې په جګړه کې پر اسراییل د فشار اچولو په هدف دغه کار وکړي. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله سبا په نیویارک کې پیلیږي. فرانس پریس لیکلي، د اسراییل تاریخي متحدان د غزې جګړې د اوږدېدو له کبله اوس له اسراییله مخ اړوي. د نړۍ د ۱۹۳ هېوادونو له ډلې ۱۴۷ هغو فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت پیژندلی دی.



د پاکستان بشري حقونو سازمان د کسانو د لادرکه کېدو په اړه د بلوچستان حکومت امر غندلی دی

Mashaalradio.com 

د پاکستان بشري حقونو کمېشن د بلوچستان کورنیو چارو وزارت لخوا د ورکو کسانو په اړه له امنیتي ادارو سره د راپور ثبتولو په اړه د تازه ورکړل شوي امر غندنه کړې ده.د بلوچستان کورنیو چارو وزارت د سېپټېمبر پر ۱۹مه په بیان کې ویلي ول چې باید کورنۍ د کسانو تر ورکېدو وروسته په ۷ ورځو کې دننه له پولیسو یا ایف سي (مليشا ځواک) سره راپور درج کړي او ورته معلومات ورکړي چې دا کسان یا ورک شوي دي او یا له غیر ریاستي یا وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي. وزارت زیاتوي چې که د ورکو کسانو خپلوانو یا کورنۍ په ۷ ورځو کې په دې اړه... Читать дальше...

هندیان د پاکستان او هند د کرکټ په ننۍ سیالي کې د خپلې بریا په تمه دي

Mashaalradio.com 

د هند او پاکستان د کرکټ لوبډلې نن د اسیا جام سيالیو کې سره مخامخېږي چې په دواړو هېوادونو کې د لوبې مينه وال يې لیدو ته لېواله دي. په تېره لوبه کې هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه او هم دې ته په پام هنديان په ننۍ سیالۍ کې د خپلې لوبډلې د بریا تمه څرګندوي.

پر اسراییل د اروپایي کمیسیون وړاندیز شوي بندیزونه، د کمیسیون مشرې یې دفاع کړې

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي کمیسیون مشرې اورسولا فون دیر لاین د دغه کمیسیون له خوا پر اسراییل د وړاندیز شویو بندیزونو دفاع کړې ده. هغې د اروپا د مشهورو ورځپاڼو له یوې شبکې سره چې د جرمني ولت ام زونټاګ ورځپاڼه هم په کې ده کتبي مرکه کې ویلي، پر اسراییل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې برید اسراییل ولړزوه، خو په خبره یې قحطۍ خواته د غزې بیول هم د اندیښنې وړ اقدام دی. هغې ټینګار کړی چې د حل یوازنۍ لاره د دوو دولتونو د رامنځته کولو تګلاره ده او هغه هم داسې چې د اسراییل ترڅنګ د فلسطین په نوم یو دولت جوړ او سوله ییز ژوند وکړي. Читать дальше...

د پاکستان او هند ترمینځ د کېدونکې ننۍ لوبې په اړه د کرکټ مينه وال څه وايي؟

Mashaalradio.com 

نن د پاکستان او هند ترمينځ په دوبۍ کې د اسیا جام سياليو د دوم پړاو لوبه کېږي. د لومړي پړاو يه يوه لوبه کې هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه او هندي لوبغاړو پاکستانیو لوبغاړو ته له لاس ورکولو ډډه کړې وه. دا چې د ننۍ لوبې په اړه د کرکټ مينه وال څه وايي؟

سپینه ماڼۍ: امریکا به د ټیک ټاک د څارونکي مدیره پلاوي د ۷ څوکیو ۶ هغه ترلاسه کړي

Pa.azadiradio.com 

سپینه ماڼۍ وایي، د ټیک ټاک د راتلونکې په اړه هوکړه په دې پورې اړه لري چې امریکایان په متحده ایالتونو کې د دغه اپلیکیشن د څارنې د مدیره پلاوي د ۷ څوکیو له ډلې ۶ هغه ترلاسه کړي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت د شنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل " هغه مدیره پلاوی چې امریکا کې به پر دغه اپلیکیشن څارنه ولري، ۷ څوکۍ لري. ۶ هغه یې باید له امریکایانو سره وي." هغې زیاته کړه په دې اړه هوکړه به " راتلونکو ورځو" کې ترلاسه شي. امریکا د ملي امنیت له کبله ډېره هڅه وکړه چې د لنډو ویډیوګانو د دغه اپلیکیشن کنټرول د هغه له اصلي چینایي شرکت " بایت دنس" څخه واخلي. Читать дальше...

د ځپل شویو کسانو په ذهنونو کې لاهم د سيلابونو زیانونه تازه دي

Mashaalradio.com 

په بونېر کې د اګست په مياشت کې راغلیو سيلابونو او بارانونو تر ۵۰۰ زیات کسان وژلي ول او ګڼ شمېر کورونه يې وران کړي ول. نن هم د خلکو په ذهنونو کې دغه ناورین ژوندی دی او وايي چې کله هم پر اسمان وريځ ښکاره شي نو په ويره اخته شي.

د کرکټ اسیا جام سيالیو کې نن هند او پاکستان سره مخامخېږي

Mashaalradio.com 

د کرکټ اسیا جام سيالو په لړ کې نن (سېپټېمبر ۲۱مه) د هند او پاکستان ترمینځ لوبه کېږي.دا سيالي به د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه نيمو او د کابل پر وخت د ماښام پر اووه بجو د دوبۍ په لوبغالي کې پیلېږي. د سيالیو په لومړي پړاو کې هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه. د سېپټېمبر پر ۲۰مه د دوبۍ په لوبغالي کې د سريلينکا او بنګله دېش ترمینځ لوبه شوې وه چې بنګله دېش په څلورو ويکټونو ګټلې وه. هند، پاکستان، سریلينکا او بنګله دېش تر هغې وروسته اسیايي جام د څلورو مخکښو لوبډلو پړاو ته وتلي چې افغانستان، متحده عربي امارات،... Читать дальше...

په مصنوعي ځیرکتیا جوړه وزیره مو لیدلی؟

Mashaalradio.com 

نن سبا په نړۍ کې خلک له ټېکنالوژۍ د هر ډول ګټې ترلاسه کولو هڅه کوي. د البانیا حکومت تازه د یو بې ساري ګام په اوچتولو د مصنوعي ځیرکتیا په مټ یوه وزیره په دنده ګمارلې ده. د هغه ځای حکومتي چارواکي وايي له دې کاره یې موخه له هېواده د اداري فساد ختمول دي. «دیلا» فزیکي وجود نه لري او یوازې په وېډیويي بڼه پر سکرین لیدل کېدای شي. حکومت د سېپټېمبر پر ۱۸مه دا خیالي وزیره د پارلېمان غونډې ته هم حاضره کړه چې د اپوزیشن ګوندونو د کلک مخالفت سره مخامخ شوه. د رویټرز اژانس له وېډیو جوړ راپور وګورئ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса