جرمني اروپاته د کډوالۍ د شرایطو د سختولو پرلارو چارو د خبرو لپاره غونډه جوړوي
ټاکل شوې چې جرمني به د را روانې میلادې میاشتې په پیل کې د کډوالۍ په اړه د خبرو اترو لپاره د څو اروپایي هیوادونو د استازیو د یوې بلې غونډې کوربه وي. د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبریندټ ویلي د مونشن په دې غونډه کې به چې د اوکتوبرپه څلورمه پلان شوې، له اروپایي شریکانو سره اروپاته د کډوالۍ په پروسه کې د بدلون لپاره د نورو هڅو او اړینو اقداماتو په اړه خبرې وشي. هغه ویلي چې موږ باید د اروپایي ټولنې د کډوالۍ شرایط او د اخراج قوانین سخت کړو.
ټاکل شوې په دې غونډه کې د اتریش، ډنمارک، فرانسې، چک جمهوریت، ایټالیا او پولنډ د کورنیو چارو وزیران او همدارنګه د اروپایي ټولنې د کورنیو او د کډوالو د چارو کمیشنیرګډون وکړي.
جرمني په جولای میاشت کې هم د ورته بلې غونډې کوربه توب کړی و. په هغه غونډه کې د انساني قاچاق، افغانستان او سوریې ته د کډوالو د بیرته ستنولو او له دریمو هیوادونو سره د ستراتیژیکو همکاریو د جوړو لپاره د ژمنې په ګډون پنځه لومړیتوبونه په نښه شوي و.
د جرمني د محافظه کارو په مشرۍ نوي حکومت ژمنه کړې چې د کډوالۍ شرایط به سختوي. د جرمني د کورنیو چارو وزیرپه دې وروستیو کې ویلي چې دې ته اړتیا ده چې د طالبانو له حکومت سره افغانستان ته په جرمني کې په جرمونو کې د ښکیلو افغانانود بیرته ستنولو په اړه مستقیمې اړیکې ټینګې شي.