د طالبانو له بنده خوشې شوي بریتانویان: ویره مو درلوده چې اعدام نشو
هغه دوه بریتانویان، ښځه او میړه چې نوي د طالبانو له بنده خوشې شوي، وایي، له اعدام څخه یې ویره درلوده.
د بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې د راپورله مخې اتیا کلن پیتر رینولډز او د هغه میرمن ۷۶ کلنه باربي چې په افغانستان کې له نژدې اتو میاشتو بند تیرولو وروسته خوشې شوي او د شنبې په ورځ بریتانیا کې له خپلې کورنۍ سره بیرته یوځای شول، وایي ویره یې درلوده چې طالبان یې اعدام نکړي.
دوی وایي طالبانو هیڅکله هم ورته ندي ویلي چې دوی یې د څه پخاطربندیان کړي.
پیتر سندي ټایمز ته ویلي چې دوی فکرکاوه چې هیڅکله به هم خوشې نشي. باربي دې ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانوان کله چې دوی یې د کابل هوایي ډګرته لیږدول هم څه نه وو ویلي او دوی ګومان کاوه چې ښایي کوم ځای ته د درملنې لپاره به یې بیايي. دغه بریتانویان چې په افغانستان کې یې د روزنې یو مرستندویه پروګرام مخ ته وړ، د فبرورۍ په لومړۍ نیټه له خپل ژباړونکي جویا او یوه امریکایي ملګري فایي هال سره چې کله بامیان ولایت کې خپل هستوګن ځای ته تلل، ونیول شول. د دوی امریکایي ملګری هال د قطري چارواکوپه منځګړیتوب د خبرو په نتیجه کې په مارچ میاشت کې خوشې شو، خو د ژباړونکي برخلیک یې تراوسه ندی څرګند.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهاربلخي د تیرې جمعې په ورځ وویل چې دغې بریتانوۍ جوړې د افغانستان له قوانینو سرغړونه کړې وه او هغوی د عدلي پروسي د بشپړیدو په نتیجه کې له بنده خوشې شول. نوموړي په دې اړه چې دوی په کوم جرم نیول شوي و، نورجزیات ندي ورکړي.