د فلسطیني دولت د رسمیت پيژندې لړۍ، جرمني دغه اقدام مشروط کړی، خو فرانسه یې ښایي اعلان کړي
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادېفول وایي، تر هغو چې اسراییلیان او فلسطینیان د دو دولتونو د رامنځته کولو پر سر خبرې ونه کړي، دوی فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت نه پیژني.
ښاغلي وادیفول نن دوشنبه ویلي، د دوه دولتونو حل لاره اسراییلیانو او فلسطینیانو ته د سوله ییز، خوندي او باعزته ژوند زمینه برابروي.
دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، فرانسه به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له پيل سره همهاله فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپیژني.
پرون بریتانیا، کاناډا، استرالیا او پرتګال فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپیژنده.
له دې سره د هغو هېوادونو شمیر له ۱۵۰ واوښت چې فلسطیني دولت یې په رسمیت پيژندلی دی.