Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2025
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22
23
24
25
26
27
28
29
30

د روغتیا نړیوال سازمان: د وروستۍ زلزلې له امله د افغانستان په ختیځ کې نږدې نیم ملیون وګړي بیړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري

0

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) وايي چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو زلزلو له امله شاوخوا ۴۹۸ زره کسان بیړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

«ډبلیو اچ او» د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو د وضعیت په اړه په خپل وروستي راپور کې، چې د یکشنبې په ورځ، د سپتمبر په ۲۱مه خپور شو، زیاته کړې چې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو او روغتیایي اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دي، چې د دې سازمان په ټکو، د تنفسي ناروغیو، اسهال، ملاریا او شري د خپریدو خطر یې زیات کړی دی.

په دې راپور کې راغلي چې په کمپونو کې ګڼه ګوڼه او د لومړنیو اسانتیاوو نشتوالي د کورنیو لپاره وضعیت نور هم ستونزمن کړی دی، او د ژمی په نږدې کېدو به یې ډېری نور هم زیان منونکي شي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د اغیزمنو شویو کسانو سمدستي اړتیاوو کې د ژوند ژغورنې پاملرنه، رواني او ټولنیز ملاتړ، په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او لویانو لپاره او همدارنګه د روغتیایی تاسیساتو بیارغونه او د اړینو درملو چمتو کول شامل دي.

«ډبلیو اچ او» په خپل راپور کې زیاته کړې چې په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه کارکوونکو کمښت هغه ستونزه ده چې د ښځو او نجونو لپاره یې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.

دغه سازمان ټینګار وکړ چې د ژوند ژغورنې خدمتونو د دوام لپاره له ۶.۹ میلیون ډېرو ډالرو ته اړتیا ده.

په ورته وخت کې یو شمېر زلزله ځپلې کورنۍ د روغتیايي مرکزونو د کمښت او روغتیایي مرکزونو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو شکایت کوي.

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل درې اوسېدونکی اسماعیل وايي چې د ده د مېرمن، دوو ماشومانو، ورور او وراره په ګډون د کورنۍ ۳۴ غړي او خپلوان په یاده پېښه کې مړه شوي او د ځان سربیره یې د کورنۍ لس غړي سخت ټپیان شوي او کور یې ویجاړ شوی دی.

ده ازادي راډیو ته وویل چې د خپلو ټپونو لپاره په بیړني ډول پانسمان ته اړتیا لري، خو د اسعد آباد مرکز روغتون ته تګ ورته ډېر ستونزمن دی. “زما خپله پښه هم ماته ده، دلته پروت یم،زما درملنه او عملیات یې د اسعداباد روغتون کې وکړل، راته یې ویلي چې د پانسمان لپاره ځه او راځه،زه پانسمان ته اړتیا لرم، خو ډېره راته سخته ده چې تګ راتګ وکړم، که چېرې کوم ځای کوم کلینیک کې پیدا شي چې زه په کې بستر شم او هماغلته مې پانسمان هم وشي چې ستونزه مې حل شي، زه چې پانسمان ته ځم روغتون ډېر لرې دی او دا ډېره لویه ستونزه ده.”

د کونړ ولایت په نورګل دره کې یو بل زلزله ځپلي فرید ازادي راډیو ته وویل: "روغتیایي خدمتونو ته اړتیا ده، دلته ماشومان هره ورځ ناروغه وي، نن پنځمه ورځ ده چې زه خپله ناروغه یم، ستونزه لرم، نه پوهیږم څه راپیښ شوي چې زما معده خرابه ده، ډیری نورې ستونزې هم شته، خو ترټولو لویه اړتیا د طبي خدماتو او خواړو په برخو کې ده."

د طالبانو د حکومت په خبره، د اګست په ۳۱مه نیټه د افغانستان په ختیځ کې د یوې مرګونې زلزلې له امله له ۲۲۰۰ څخه ډیر کسان مړه شول، نږدې ۴۰۰۰ ټپیان او شاوخوا ۷۰۰۰ کورونه یې ویجاړ کړل.

له دې مخکې کونړ ولایت زلزلې ځپلو ټینګار کړی و چې د روغتیایي خدمتونو، خوړو او جامو لپاره د بیړنیو اړتیاوو سربیره، د دوی اساسي اړتیاوو کې د دایمي سرپناوو، روغتیایی مرکزونو، سړکونو جوړول او د کار فرصتونو برابرول هم شامل دي.

دوی په دې برخه کې د طالبانو د حکومت او نړیوالو مرستندویه سازمانونو د پاملرنې غوښتنه کوي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса