امریکا په لسګونو ایرانیان له خپلې خاورې اخراج کړي
نیویارک ټایمز نن( د ډسمبر دیرشمه) راپور ورکړ چې د امریکا متحد ایالتونو شاوخوا سل ایرانیان له خپلې خاورې ایستلي.
ورځپاڼې د دوو ایراني چارواکو په وینا چې په خبرو کې ښکېل وو ا د یوه امریکایي چارواکي په حواله چې له موضوع باخبره دی، دا راپور ورکړی دی.
د راپور له مخې د متحد ایالتونو یوې چارټر الوتکې د دوشنبې په ورځ له لوزیانا څخه دا کسان انتقال کړل چې تمه ده نن به د قطر له لارې ایران ته ورسیږي.
رویټرز اژانس د نیویارک ټایمز په وینا لیکلي چې دا کسان د واشنګتن او تهران ترمنځ وروسته له څو میاشتو خبرو اترو ایستل شوې دي او داسې خبرې د دواړو لوریو ترمنځ معمول نه دي.
دغه اژآنس ویلي دي چې تر دې دمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې قضیې په تړاو د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې ټول غیرقانوني کډوال به له خپل هیواده وباسي.