ملګرو ملتو پر طالبانو غږ وکړ چې سمدستي د انټرنټ بندیز لرې کړي
په افغانستان کې د نوري فایبر انټرنټ له بندیدو وروسته ټیلفوني او مخابراتي اړیکي قطع شوې دي.
رویټرز اژانس څرګندوي چې طالبانو تر دې دمه هیڅ توضیح نه ده ورکړې خو تر دې مخکې یې انلاین فحشا ته اندیښنه ښکاره کړې وه.
یوناما نن په یوه بیان کې له طالبانو وغوښتل چې سمدستي د انټرنټ او ټیلفوني خدماتو بندیزونه لرې کړي.
د انټرنټ د څار یوې نړیوالې ادارې( نیټ بلاکس) ویلي دي چې انټرنټ په افغانستان کې د څو مرحلو په ترڅ کې قطع شوی او طالبان د خپل فکر د اخلاقي اقداماتو د پلي کیدو په لور روان دي.
بل لور ته په افغانستان کې د انټرنیټ له پرچاوۍ سره همهاله کابل ته د نړیوالو الوتکو پروازونه له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوي دي.
د هوایي ټرافیکو د څار یو نړیوال ویبسایټ ( فلایټ رادار ۲۴) ښيي چې نن سه شنبه کابل ته پنځه نړیوالې الوتنې لغو شوي چې درې یې له دوبۍ او دوه نورې له استانبول او مسکو څخه پلان شوې وې.
د دغه ویبسایټ د معلوماتو له مخې له کابل څخه هم نن دوبۍ ته دوه او ستانبول ته یوه پلان شوې الوتنه لغوه شوې ده.