Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2025

د غزې لپاره د ټرمپ د سولې پلان

0

په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشرډونالډ ټرمپ د شلو مادو پلان له حماس څخه غواړي چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسیدو، له فلسطینیانو سره د بشري مرستو او د غزې د احتمالي بیارغونې لپاره عملاً تسلیم او بې وسلې شي. د هغې سیمې چې د روغتیا د وزارت په وینا یې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه کې له ۶۶ زره زیات اوسیدونکي وژل شوي او د دغې پرکنډوالې د بدلې شوې سیمې کړیدلي اوسیدونکي یې د سولې د ژر ټینګیدو هیله کوي.

د اسراییل صدراعظم بینیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشرډونالډ ټرمپ سره په کتنه کې د دغه پلان ملاتړوکړ خو تراوسه نده څرګنده چې ایا حماس به ورسره موافقه وکړي او کنه؟ حماس د سې شنبې په ورځ وویل چې د ولسمشرډونالډ ټرمپ د سولې پرپلان په خپلومنځوکې او هم له نورو فلسطیني ډلو سره پرې خبرې کوي او وروسته به یې په وړاندې خپل دریځ څرګند کړي.

د ټرمپ د سولې د پلان له مخې په غزه کې د جګړې تر پای ته رسیدو وروسته یوه نوې اداره رامنځته کیږي خو هغه به د غزي اوسیدونکي دې ته نه اړکوي چې له سیمې ووځي. د سولې دغه پلان همدارانګه غوښتنه کوي چې د اسراییل له خوا د دغه پلان له منل کیدو وروسته په ۷۲ ساعتونو کې باید حماس ټول پاتې یرغمل آزاد کړي.

د ټرمپ د سولې پلان په اغیزمن ډول غزه او له دوه ملیون زیات اوسیدونکي یې تر نړیوال کنټرول لاندې راولي، په سیمه کې به یو نړیوال امنیتي ځواک ځای پر ځای کیږي او د ټرمپ او د بریتانیا د پخواني صدراعظم توني بلیر په مشرۍ به "د سولې بورډ" رامنځ ته کیږي ترڅو د غزې پراداري او د بیارغونې پرچارو څارنه وکړي.

همدارنګه به غزه د اسراییلي ځواکونو په کلابندۍ کې پاتې کیږي. حماس به د غزې په اداره کولو کې هیڅ برخه ونلري، او د تونلونو په ګډون د دوی ټول پوځي تاسیسات به له منځه وړل کیږي.

نړیوال امنیتي ځواک به نظم ساتي او فلسطیني پولیسو ته به روزنه ورکړي ترڅو د قانون پلي کولو مسؤلیت په غاړه واخلي. مصر ویلي چې دوی زرګونه فلسطیني پولیس غزې ته د استولو لپاره روزي.

نړیوالې ټولنې د غزې لپاره د ټرمپ د سولې د پلان ملاتړ کړی.

نړیوال غبرګونونه:د جرمني صدراعظم وایي، د ټرمپ پلان په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ترټولو ښه فرصت رامنځته کوي. فریدریځ میرز وویل، جرمني به له خپلو اروپایي ګاونډیانو او متحدو ایالتونو سره په دې اړه له نژدې په تماس کې وي.

د هسپانیا صدراعظم پیدرو سانچیز د سولې د دغه پلان د هرکلي ترڅنګ د دوو دولتونو پرحل لارې ټینګاروکړ او هغه یې په منځني ختیځ کې د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ یوازینی حل لاره وبلله. هسپانیا په غزه کې د اسراییل پر پوځي عملیاتو انتقاد کړی او سانچیز د روانې میاشتې په پیل کې په غزه کې روانه جګړه د اسراییل له خوا نسل وژنه یاده کړه.

ترکیې غزې ته د سمندرله لارې د بشري مرستو رسولو لپاره تیاری وښود. د ترکیې دفاع وزارت وویل چې د مدیترانې په ختیځ کې یې بیړۍ آماده دي چې د اړتیا په صورت کې غزې ته بشري مرستې ورسوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل، دی په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو او د ټولو یرغملو د خلاصون د یقیني کولو لپاره د ټرمپ د ژمنې هرکلی کوي. مکرون زیاته کړه چې حماس بله لار نه لري چې ټول یرغمل خوشې کړي او د سولې پلان ومني.

مکرون په ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې لیکلي چې له اسراییل تمه کوي چې د دغه پلان د پلي کیدو لپاره په جدیت کاروکړي او حماس ته هم پکارده چې د دوو دولتونو د حل لارې په رڼا کې په سیمه کې تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره له خپلو ټولو شریکانو سره جدي بحثونه وکړي.

د حماس یوه جګپوړي چارواکي چې د موضوع د حساسیت امله یې نه غوښتل نوم یې په راپورکې خپورشي، اسوشیتید پرس آژانس ته وویل چې د سولې دغه پلان یې په منځني ختیځ کې له دوو منځګړیو، مصراو قطرڅخه ترلاسه کړی او مشران به یې په خپلو منځو کې او هم له نورو فلسطیني ډلو سره پرې خبرې وکړي او وروسته به خپل غبرګون وښيي. نده څرګنده چې حماس به کله د ټرمپ د سولې پلان ته غبرګون ښیي خو ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې حماس باید په درې، څلورو ورځو کې خپل دریځ واضح کړي.

د هند صدراعظم نرندرا مودي د سې شنبې په ورځ د ټرمپ د پلان هرکلی وکړ او ویې ویل چې دابه فلسطینیانو او اسراییلیانو اوهم له هغې ورهاخوا د لویدیځې آسیا سیمې لپاره د اوږدمهاله او تلپاتې سولې، امنیت او پرمختګ لپاره یوه عملي لاره برابره کړي.

عربي او نورو اسلامي هیوادونو هم د ټرمپ د دغه پلان ملاتړکړی.د پاکستان، اردن، متحده عربي اماراتو، اندونیزیا، ترکیې، سعودي عربستان، قطراو مصر د بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې د دغه پلان د هرکلي ترڅنګ ټینګاروکړچې دوی باورلري چې ټرمپ دا وړتیا لري چې په سیمه کې سولې ته لاره هواره کړي.

دغو وزیرانو وویل چې دوی په غزه کې د جګړې د پای ته رسیدو، د بیارغونې، د فلسطینیانو د بې ځایه کیدو د مخنیوي او د اسراییل له خوا د لویدیځې غاړې د ملحق کولو د هرې هڅې د مخنیوي ملاتړکوي.

د استرالیا صدراعظم انتوني البانیز د جګړې پرټولو اړخونو غږ وکړچې د ټرمپ د پلان په عملي کولو کې مرسته وکړي.

استرالیا په سپټمبرمیاشت کې له بریتانیا او فرانسې سره په ګډه فلسطینی دولت چې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې چارې مخ ته وړي، په رسمیت وپیژاند.

فلسطیني ادارې هم د ټرمپ د پلان هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې غزې ته د واک د بیرته غځولو او د یوه فلسطیني خپلواکه دولت د جوړولو لپاره به اصلاحات عملي کړي.

دې ادارې په یوه بیان کې وویل، "موږ د یوه پرمختللي، ډیموکراتیک او غیر نظامي فلسطیني دولت لپاره، چې ټولګډونوالي او د واک سوله ایز لیږد ته ژمن وي، پرخپلې لیوالتیا ټینګارکړې."




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса